دا هغه شعار دئ، چي شاوخوا د يوې اونۍ راهيسي د کندهاري ټبر په خاص ډول ځوانانو له خولو څخه په رسمي او غير رسمي مجالسو، پروګرامونو، غونډو او رسنيو کي ورڅخه اورېدل کېږي.
د شمال سېلابونو او د بدخشان غمجني پېښي د ټول هيواد تر څنګ کندهاريان هم خورا خواشيني او زهير کړل. ددې ولايت اوسېدونکو په ځانکړې توګه ځوانانو د دواړو طبعي پېښو په رامنځته کېدو او اورېدو سره عملاً خپله همدردي او غمشريکي په ذبات ورسول. دوی د تېرو لسو ورځو يا يوې اونۍ په جريان کي ارام نه دئ کړی، د خپلو شمالي ولايتونو د خوږمنو هيوادوالو سره ئې د عملي مرستو راټولولو او همدردۍ په نيامت د شپې عاجلي ناستي او د ورځي ځغاستي وکړې، درونه ئې وټکول، په ښار کي ئې د لوډسپېکرونو له لاري پر خلکو د مرستو ږغونه وکړل، د ټولنيزو انټرنيټي شبکو له لاري ئې کومکونو ته دوستان وهڅول او د سړکونو پر غاړو ئې پټوان وغوړل، تر څو خپلو شمالي خوږمنو وروڼو ته کومکونه راغونډي کړي، چي په نتېجه کي ئې له ښه مرغه ددې ولايت نر، ښځو، ځوان او سپين ږيري، بېوسه او خان، هر يوه تر خپله وسه په دې ملي او خدای پاري خيريه حرکت کي ونډه واخيسته، چا پيسې، چا خواړه، چا درمل او چا اوړه ورته را يو ځای کړل او دا دئ ځيني مرسته سوي توکي تر مستحقينو پوري ور رسېدلي، ځيني د ور رسېدو په حال کي دي او ځيني بيا د ور روانېدو چمتوالۍ نيسي.
مهمه دغه ملي، انساني او اسلامي روحيه ده، چي له ښه مرغه دا مهال د افغان اولس د لوی اکثريت په فرد فرد کي ژوندۍ ده.
نن که شمال په ستونزه کي دئ، جنوب ئې لاسنيوي او غمشريکي ته ورځغلي، سبا که جنوب په مشکل کښېوزي، ډاډه يوو، چي شماليوال به ئې مرستي ته رادانګي.
خوښي مو هم يوه ده، ورزشکاران که مو اتلولۍ خپلوي، نو په وياړ ئې له شرقه تر غربه، له شماله تر جنوبه په ټول ملک کي جشنونه او د خوښۍ پروګرامونه ترتبېږي او لمانځل کېږي.
موږ افغانانو په دې تېرو لنډو وختونو کي له ټولو ناخوالو، اوږدې تپل سوي جګړې، د مضرو هيوادونو، ګاونډيانو او پرديانو د لاسوهنو سره سره بيا هم نړۍ ته ثابته کړه، چي غم او خوښي مو ګډه ده، يو ملت يو، يو اولس يو. ستاسو له مرستي پرته هم يو له بل سره مرسته کولای سو او اوږه ئې ګرځېدلای سو.
کور که مو هر څونه وسوځل سو، خو يوه ګټه ئې د پخو دېوالونو راپاته سوه، خو اوس به نو خواست دا کوو،
چي بادار (ج) دي نو نور همت او برکت راکړي، چي ددغو پخوو سوو مستحقمو دېوالونو پر اساس ويجاړ کور ودان او ګلګلزار کړو.
امين