په خواشينی سره مو د جمعی اطلاعاتی وسايلو لخوا واوريدل او ومولیدل چی د غوايی د مياشتی په ۱۲ نيټه د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالی په اوسيدونکو باندی د طبعی ناوړه پیښی د يوی غونډی د ښوويدلو له امله چه لږ تر لږه ۲۵۰۰ افغانان چه تقريبا د ۱۰۰۰ کورنیو غړی و شهیدان شوی او تر خاورو لاندی شوی دی .
د غرغښت ټولني ټول غړی د دغه غمجنی پیښی په اوریدو سخت خواشینی شوی او په دغه ناورين کی د شهيدانو کورنيو سره ځانونه شريک او هغه خپل ناورين ګڼی . د الله (ج) څخه ددغه ناوړی پیښی شهيدانو ته د فردوس جنت غوښتونکی او د هغوی د کورنیو پاتی کسانو ته د پاک الله (ج) څخه د زړه صبر غواړی .
د غرغښت ټولني د مشرتابه لخوا