لراوبر ته داسي معلومات رسېدلي چي د افغاني طالبانو د قطر دفتر نامتو مرکچي طيب اغا دوه ورڼه (يونس اغا او طاهر اغا)په داسي حال کي وه نيول سول،چي ښاغلي طيب اغا له پاکستان دباندي شپې ورځي تيروي،طاهر اغا په کوټه کي له خپله کوره نيول سوئ خو يونس اغا پداسي حال کي په کراچي کي وه نيول سو چي د پلار په ناروغي پسي کراچي ته تللئ وو.
يوې بلي باوري سرچينې بيا لراوبر ته د سيد طيب اغا د دوو وروڼو نيول تائيد کړل خو ويې ويل چي دوی دواړه پر يوه ځای او يوه وخت نيول سويدي.
ددغي سرچينې د معلوماتو پر اساس ددوی پلار سخت ناروغه دی خو کراچي ته د لېږد او هلته يې د يونس آغا د نيول کېدو خبره رد کړه.
دغي سرچينې له دوی سره پر يوه وخت د دريم کس د نيول کېدو خبره هم وکړه چي وروسته بيرته پرېښوول سوی دی.
د يادوني وړ ده چي د سيد طيب آغا دواړو وروڼو د سولي عالي شورا يا کومي بلي دې ته ورته ادارې سره تړاو نه درلود.
ددوی دواړو د نيول کېدو په اړه تر اوسه د پاکستان ، افغانستان يا طالبانو لخوا په رسمي توګه يادونه نده سوې.