کور / خبرتیا او پيغامونه / په بدخشان کې دمځکې ښویدوله امله زیانمنوشووهیوادوالوسره داسلامي امارت غمرازي

په بدخشان کې دمځکې ښویدوله امله زیانمنوشووهیوادوالوسره داسلامي امارت غمرازي

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دبدخشان ولایت دارګو ولسوالۍ په اب خشک اواب باریک کلیو کي دغره اومځکي دښویدو له امله ۲۵۰کورونه ویجاړ شوي اوپه سلهاووهیوادوال پکي شهیدان شوي اوزیانمن شوي دي .

دافغانستان اسلامي امارت دزیانمنو شووکورنیوسره په دې مصیبت کي ځان شریک ګڼي اوپه سیمه کي خپلومجاهدینوته سپارښتنه کوي چي په دغه غمجنه پیښه کي تاواني شووکورنیواو افرادوسره دخپل وس په اندازه، د ژغورني،انتقال ،امنیت اوبشري مرستودور رسولوپه برخوکې هر اړخیزي مرستي وکړي .

همدا رنګه اسلامي امارت پر خیره ټولنواوبشري سازمانونوږغ کوي چي دبشري خواخوږۍ له مخي په یاده شوې پیښه کي دزیانمنوشووافغانانو سره همکارۍ ته را ودانګي اوپه ځانګړې توګه دسر پنا، غذایې اوصحي موادو عاجلي مرستي ورته ورسوي .

اسلامي امارت دقادر اومهربان څښتن تعالی څخه غواړي چي افغان ولس داسماني اومځکنیوافتونوڅخه وساتي اوباالخصوص دبدخشان ولایت دوروستۍ پيښې دقربانیانوووارثانوته جمیل صبر اوددارینوسعادت ور په برخه کړي .امین

دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۷/۴هـ ق
۱۳۹۳/۲/۱۳هـ ش ــ 2014/5/3م