د لراوبر يادونه:
پر دغي ليکني ښاغلي جان محمد مهربان نقد ليکلی او ښاغلی اباسين جکړ يې جواب ليکلی دی ، چي په همدې مخ کي يې په پرله پسې توګه لوستلائ سئ .(اداره)
ولسواکې هغه نوي تورئ دي چې مونږ ورسره د څو کالونو را پدې خوا آشنأ شوې یو.
د دي تر مخه هر څوک چې د افغانستان د ولسواکې پر ګدې ناست دي، په یو ډول نه یو ډول یې دا ګدې د ځان پوري تړلې ده او تر مرګ تر دمه د دي ګدې نه لاس پر سر شوي ندي.
د ۲۰۰۱ کال نه را پدیخوا د ولسواکې لومړنې ناندرې پورته شوي، چې په پایله کې ولسمشر کرزي د لڼد مهالې دوري مشر او وروسته د دو ځلو لپاره د منتخب ولسمشر په صفت د ریښتنې ولسواکې پر ګدي کیناست. چې دابهیر تر ډیره بریده یو نوې تجربه وه او په کامیابې سره پر مخ ولاړه.
نن سبأ چې د ولسمشر کرزي د ولسواکې د پایلو وخت دي، نو ځنې پټ رازونه را برسیره کیږې، چې ملت تري خبر ندې.
د ولسمشر کرزي دوره د ټولو هیواد والو په اند د افغانستان په تاریخ کې بې سارۍ دوره وه. سرکونه، برقونه، اوردو، پولیس، دولتې نظام، اساسې قانون، مقننه قوأ، اجرائيه قوأ، نړیوالو سره اړیکې، ښونځې، لوړې زده کړې، سوداګرې او که لنډ ډول ووایم زموږ هیواد د الف نه تر یأ پوري هر څه ته اړتیا درلوده، او تر ډیره حده دا ټو ل نظام یوې لارې ته برابر شؤ. او دا هغه ریښتنې ټکې دي چې ملت به پري سترګې نه پټوي.
خو ځنې داسې ټکې هم شته چې په دي دوره کې ئې زموږ اصیل دود، ژبه، وړتیا، توان، واخیست. او د دي ټولو ځواب ګویه به ښاغلې ولسمشر وي!
د هر څه د مخه ولسمشر هغه ډلو او ټپلو د وړتیأ لپارت بې دریغه کار وکړ، او ټول یې د نست نه سته کړل. او اوس دې ډلو ټپلو د ده مخه هم ډبه کړې.
د هر څه دمخه د نظار شورأ په نوم سره غړې که د سفارت وړتیا هم یې نه درلوده د هیواد د سفیرانو دندې د ډاکټر عبدالله د بهرنیو چارو وزرات پر مهال وګمارل. د کورنیو مافیأ ډلو ته یې د ملې امنیت، کورنیوچارو وزرات، د دفاع وزرات، د لوړو زده کړو وزراتونو اساسې چوکې د هغوي په اختیار کې ورکړي.
دي ډلو دا ځل خپل ځانونه په اساسې ډول شتمن کړل او خپل او خپلوانو اولادونه یې د ملې بودجې څخه د نړې معتبرو پوهنتونو ته جذب کړل.
د کابل د ښار د کارتې پروان سیمه چيرته چې ما خاپوړ کړې وي، د خپل کوچنې والئ نه تر ژڼې توبه چې ما هلته ژوند کړې وو د دي مشخصې ډلې کوم شتون نه وو. او اکثر کورونه د هندوانو او شتمنو افغانانو پورې اړه درلوده. کله چې د ولسمشر کرزي تر سیورئ لاندي د نظار شورأ ته زمینه برابره شوه نو پدې سیمه کې هغه ټول شته خلکو خپل کورونه د خپل عزت او ابرو ساتنې په خاطر په ارزانه بیه پر دغه زرو واکانو وپلورل.
دي ډلې تر ډیره حده ښاغلې کرزي د یو سمبولیک مشر په توګه پر ګدې کینولې وو او کله به هم چې د نغدو د کمې حس کاؤ، نو ولسمشر ته به یې چپنه پر اوږه کړه او نورو هیوادونو ته به یې د سوال په سفر ولیږه. کله به چې د چڼیانو په څیر وظیفه د کلو او کوڅو راټوله کړه نو سیده به د دوي بانکې اکونټونو ته تله. او ملت ته به یې یو بې کیفیته سرک د ښار په منځ کې تیر کړل چې د خلکو خوله چپه پاتې شې.
د فهیم وینأ ګانې اوس هم د میډیا سره شتون لرې چې ویلې ” مه دیګر چی کنم این مال و دولته، باردیګاهای مه هم در مکرویان خانه داره”.
دي غریبه ملت چې د ولسمشر کرزي ورستیو شپو پر مهال لږ امیدونه راتلونکې ولسمشر ته پیدا شول. نو ولسمشر هلته هم بله لوبه پر مخ کړه او دا ملت یې بیا د یوې ولسوالې تر امر لاندې راؤست.
دا د انسان خاصه ده چې یو کس د چا صفت وکړې نو هغه ځانته تمه پیدا شې، او خپله د ځان سره د خپلې وړتیا سوچ نه کوي، چې زه د دي وړ یم چې دا کار پر مخ یوسم، که نه؟
نه پوهیږم چې ولسمشر خپل ورور، ګل آغا شیرزې، عبدالرب رسول سیاف، هدایت امین ارسلأ او زلمې رسول کې کومې وړټیاګانې لیدلئ وي، چې هغوي یې ولسمشرې ته هځولې وو.
خپل ورور یې چې د یو ولایت پوره رائې هم ورسره نه وي د بل وړ کاندید د رایو خرابولو لپاره د زلمی رسول پورې چې چا پېژانده هم نه، ونښلوه.
شیرزي چې د کالونو راپدیخوا د ننګرهار والې پاتې شوي وو او د بلدوزر لقب یې هم له ننګرهاره ګټلې وو، د شأ او خوا څو غوره مالانو او ولسمشر پر شأ ؤډبأوؤ، چې دي او که ندي ستا په سټه کې د دي وطن ابادې ده او بس ته راتلونکې ولسمشر یې! اوس د پنځوس سنله رایؤ د شمیرو نه دا جوته کیږې، چې يواځې خپلو غوره مالانو رایه یې خپله کړې.
د استاد سیاف استدلال د هیواد د پرمختک لپاره ندې، بلکې د طالبانو د واک پر مهال یې ښه پرمختګ کولایې شو. خو له بده مرغه محترم استاد د خپلې خوښې نظام (طالبانو د واکمنې) پر مهال هم ټوپک په اوږه ګرځآوه.
ښاغلې امین ارسلأ نوم د خلکو تر غوږو لومړې ځل لپاره د کابل د شأ او خوأ خلکو تر غوږو ورسیده او د ټاکنو وروسته لا تر اوسه هم لا په کلو او باڼډو کې څوک نه پیژنې. او که ولسمشرې په دا ډول وې نو راتلونکو ټاکنو په نوم لړ کې به زه هم خپل نوم ورکړم!
جناب زلمې رسول د ولسمشر د خوښې کاندید وو او بې له شکه یې خپله رایۀ هم د همدې ځوان په بکس کې اچولئ. دي جناب د وړ کاندید ډاکټر اشرف غني پر رایؤ ډیره اغیزه لرله او د ډاکټر صیب مخه يې ډبه کړه.
زلمي رسول د کمپاینونو ټول لګښت هم د هغه پیسو له بودیجې نه پر مخ ولاړل کوم چې زما اوستا د حق څخه ښاغلې کرزې په رسمې ډول د احمدشاه مسعود د حقوقو تر نامه لاندې د ضیأ مسعود بانکې اکونټ ته لیږې.
دا ټولې لارې چارې د ښاغلې ولسمشر د ارشاداتو پر اساس او يواځې او یواځې د خاص ټبر په ګټه لږیأ دي او کار کوي. هغه چې وایې؛ نه په ځان دې او نه په بل. هغه زمونږ همدا ښاغلې ولسمشر دي. او د همدي محترم ولسمشر کړنو له برکته به نن سبأ به د افغانستان نوم هم ډیر ژر په خراسان بدل شې.
لا تر اوسه مو د ښاغلې ولسمشر له خولې کله ناکله پښتو اوریدله، خو د همدي ولسمشر د خدمتونو له برکته به په راتلونکو څو ورځو کې د ولسمشرې له درباره په پاخه ډول د پښتو تغر ټول کړې او خپله محترم ولسمشر دي د خراسان تر نامه لاندې خپلو مشورو ته دوام ورکړې.
پاتې د زلمې رسول پلویان سؤ، هغوې دې هم داځل خپلې ګوتې د زمزمو په اوبو پریمنځې که نه د هغوې لمونځ هم نه کیږې. او بې غمه دې د زلمې رسول قرصکې ډول ته قرصکې اټن اچوئ، د ولسمشرې تمې یې بې له هغې هم سر خوړلې.
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
داباسین جکړ د ليكني په جواب کښي
د جان محمد ليکنه
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
ځیني غرب میشتي افغان مشران اوهمزولي لیکوالان پرداسي شوړېدلو موضوعاتو باندي لیکني کوي چي دسړي ماغزه په شنه سهار سره ورګډو وډ کړي. نن سهار چي دفتر ته راغلم او لراوبر مي راخلاص کړ، دښاغلي اباسین جکړ«ولې یوه ولسوالي پر افغانستان واک کوي؟» لیکنه مي سترګي ولګېدې. دلیکني دسرلیک څخه پوه سوم چي لیکنه ئې تعصبي ده ځکه چي زموږ ګران پنجشېر ته ځانکړې سوې او دلیکوالۍ، دګرامر، دتاریخ او دڅېړني له اُصولو سره هم څه نه څه خلاف وه. جکړ صاحب لیکلي دي چي: « ولسواکې هغه نوي تورئ دي چې مونږ ورسره د څو کالونو را پدې خوا آشنأ شوې یو.«
جکړصاحب که تاریخ ته وګورونومیرویس نیکه او احمدشابابا لومړني ولسواکان ول. دوی دخلګو په غوښتنه اودازادو سیالیو له لاري واک ته ورسېدل،داپه دې معنی چي موږ له ولسواکۍ سره ډېره پخوااشنا ؤ. دجمهوري ریاست لومړۍ ټاکني موږ کړي دي او دجمهوري ریاست امتیاز هم زموږ دئ خوداچي خبره په تاریخ کښي سره پیکه سوې ده، نو باید نوره هم وڅېړل سي او تاسو بایدڅېړلې وای.
جکړ صاحب تاسو لیکلي دي چي: « نن سبأ چې د ولسمشر کرزي د ولسواکې د پایلو وخت دي، نو ځنې پټ رازونه را برسیره کیږې، چې ملت تري خبر ندې.»
انډیواله کوم رازونه ښیاست؟ تاسوخو ددې رازونو څخه خبریاست، بیا ئې ولي نه خپروئ؟ ولي ناځواني کوئ او په لوی لاس ولس دوارخطايي سره مخ کوئ؟ داعجب منطق دئ چي ځیني پټ رازونه دي رابرسیره کیږي خو ملت ترې خبر نه دئ؟!
ښاغلي جکړ صاحب تاسووایاست چي:« د ولسمشر کرزي دوره د ټولو هیواد والو په اند د افغانستان په تاریخ کې بې سارۍ دوره وه. سرکونه، برقونه، اوردو، پولیس، دولتې نظام، اساسې قانون، مقننه قوأ، اجرائيه قوأ، نړیوالو سره اړیکې، ښونځې، لوړې زده کړې، سوداګرې او که لنډ ډول ووایم زموږ هیواد د الف نه تر یأ پوري هر څه ته اړتیا درلوده، او تر ډیره حده دا ټو ل نظام یوې لارې ته برابر شؤ. او دا هغه ریښتنې ټکې دي چې ملت به پري سترګې نه پټوي.
خو ځنې داسې ټکې هم شته چې په دي دوره کې ئې زموږ اصیل دود، ژبه، وړتیا، توان، واخیست. او د دي ټولو ځواب ګویه به ښاغلې ولسمشر وي!»
جکړ صاحب دلومړي بند له پاره درته کور ودانۍ وایم اوپه اینده کښي هم دمثبت فکر تمه درڅخه لرو.په دوهم بند کښي بیا دوې خبري دي: کوم اصیل دود؟ کومه ژبه؟ هغه ژبه چي علامه ګان ئې د (شو اوسو، د په اوپر) پراستعمال یواوبل ته قناعت نه دئ سره ورکړي نو به داسي ژبه خود ددولت له خوا بې ارزښته کیږي. دوړتیا او توان اخیستلو جواب به هیڅکله کرزی نه وايي بلکي تاسو به ئې خپله وایاست. تاسو دخوار افغانستان په بودیجه دولس کاله مکتب او بیا موپوهنتون اوهمداسي مو په دولتي ادارو کښي دیوڅو عمر له پاره تجربه، وړتیا او توان پیدا کړ، مګر داهرڅه خو تاسو کاناډا،امریکا، اروپا او حداقل پاکستان اوایران ته سوغات کړل، بیا ئې ولی کرزی جواب ووايي؟؟
تاسودخپلي لیکني په دوام وایاست چي:« د هر څه دمخه د نظار شورأ په نوم سره غړې که د سفارت وړتیا هم یې نه درلوده د هیواد د سفیرانو دندې د ډاکټر عبدالله د بهرنیو چارو وزرات پر مهال وګمارل. د کورنیو مافیأ ډلو ته یې د ملې امنیت، کورنیوچارو وزرات، د دفاع وزرات، د لوړو زده کړو وزراتونو اساسې چوکې د هغوي په اختیار کې ورکړي.»
جکړ صاحب! په جنګ کښي همېشه یوه ګټوونکې او بله بایلوونکې ډله وي. له جنګ څخه وروسته ګټوونکې ډله عموماً امیتازاخلي ځکه چي وایي موږ جنګ ګټلی دئ اوبایلوونکې ډله یا محرومه کیږي او یا به میدان خالي کوي. کله چي امریکایانودطالبانو نظام سقوط کړ نو طالبان غرو ته وختل، خو بله ډله چي تاسو یاده کړې ده پرمیدان پاته سول او دامتیاز اخیستلو حق ئې درلودئ. بل دلیل ئې د ادئ چي دپښتنو اکثره علمي کدرونه په غرب کښي وسیږي، میدان ئې چغالی(کندهارۍ اصطلاح) همدغو کسانو ته ورپرایښي دئ نو ځکه دغه کسان پرقدرت دي.
ګران جکړ صاحب تاسو دکابل دخلګو دملکیت په اړه دملاحظې وړ خبره کړې ده:« د کابل د ښار د کارتې پروان سیمه چيرته چې ما خاپوړ کړې وي، د خپل کوچنې والئ نه تر ژڼې توبه چې ما هلته ژوند کړې وو د دي مشخصې ډلې کوم شتون نه وو. او اکثر کورونه د هندوانو او شتمنو افغانانو پورې اړه درلوده. کله چې د ولسمشر کرزي تر سیورئ لاندي د نظار شورأ ته زمینه برابره شوه نو پدې سیمه کې هغه ټول شته خلکو خپل کورونه د خپل عزت او ابرو ساتنې په خاطر په ارزانه بیه پر دغه زرو واکانو وپلورل.»
لومړی خودي باید دغه مشخصه ډله مشخصه کړې وای. سمدم به دي ویلي وای چي پنجشیریان اوبیا مارشال فهیم چي کور ئې اوس هم دلته دئ او حتماً به ئې ځیني دوستان هم ورسره ژوندکوي خوپردې دلالت نه کوي چي ټول کارته پروان دوی لاندي کړی دئ. ما هم کارته پروان ته نزدې دوله کاله په تهیه مسکن کښي ژوند کړی او څلور کاله مي په پروان دو کښي چي کارته پروان ته مخامخ دئ پوهنتون ویلی دئ. پردغه لاره پخوا هم او اوس هم هره ورځ ځم اوراځم. دلته ټول پنجشیریان نه اوسیږي بلکي کندهاریان، هراتیان، ننګرهاریان، پښتانه، هندوان سیکان او تاجک ټول سته. خو بیا هم که ستاسو خبره درسره ومنو چي دمنلو وړ هم نه ده، نو څه او کوم قوي ثبوت، ماخذ اوسند لرئ، لطفاً ئې وړاندي کړئ.
جکړ صاحب! دانتخاباتو او کاندیدانو په اړه مو ډېرخبري کړي دي، ددغي موضوع په منځ کښي مو لیکلي دي چي: «… او که ولسمشرې په دا ډول وې نو راتلونکو ټاکنو په نوم لړ کې به زه هم خپل نوم ورکړم!»
ستاسودغه پورته جملې ته په کتو سره زه فکر کوم چي تاسو دحقارت دعقدې ناروغي لرئ ځکه چي ځان موخلګوته ډېرټیټ معرفي کړی دئ. ولسمشرۍ ته ځان کاندیدول ستاسو طبعي حق دئ، دچا پلار ئې درڅخه نه سي اخیستلای. تاسوولي پرځان باور نه لرئ؟ مهرباني وکړئ سر له اوسه ورته چمتوالی و نیسئ. همدا اوس کولای سئ چي دلندن څخه راسئ، دومره استعداد خو لرئ چي یوه ولسوالي اداره کړئ. داپه تاسو پوري اړه لري چي څنګه تردې موقفه پوري ځان رسوئ. ستا اکثریت تذکره نه اخلي، پاسپورټ نه جوړوي، رایه نه ورکوي،ښځي خوئې بیخي رایه نه ورکوي نو بیا باید له خپله ځانه ګیله وکړئ نه دیوې ولسوالۍ څخه! تاسو داکثریت حقوق غواړئ، نووطن ته راسئ دابیده، ړوند، کوڼ، لټ اکثریت مو راويښ کړئ او بیا دحق نارې ووهئ. ګوره وروره! ګل اغا که ځان کاندیدولای سي، داود سلطان زوی که دارګ خوبونه ویني او امین ارسلا چي صفر عشاريه دوه فیصد رایه اخلي بیا هم ترتاسو ډېرپیاوړي دي ځکه چي په ځانونو خوئې یوڅه باور درلود، تاسو خو دغه باور هم له ځان څخه منفي کړی دئ.
لیکنه دي ټول دنقد وړ ده. زما مشوره تاسو او په غرب کښي میشتو افغاني لیکوالانو ته داده چي افغانستان نوي فکر، نوي نظر او نوي نوښت ته ضرورت لري. دغسي مسایل چي تاسو راپورته کړي او له غرب څخه ئې نور افغان لیکوالان هم موږ ته را صادروي، تکرار دی، بې نمکه دي، تر وخت تیر دي، دافغانستان په درد نه خوړل کیږي، بلکي فاصلې پراخوي، دقومونو په منځ کښي نور نفرت اوتعصب پيداکوي اوپای ئې په ناورین تمامیږي، بیا نو ځان ورته ټینګوه! نو دمهرباني له مخي دغسي لیکني موږ ته مه را استوئ. دبدخشي ورونو سره دټولو افغانانو نیت پردې دلالت کوي چي موږ اوس له قومیت څخه راوتلی دملت سازۍ اودافغانیت پر لور روان یو.
دلراوبر مؤسس ښاغلی عبدالله احسان ته یادونه: ښاغلی احسان صاحب! دلراوبر مؤسس تاسو یاست خو داپه ډېر جرئت لیکم چي لراوبراوس ستاسو شخصي شتمني نه بلکی دافغانانو ملي شتمني ده. په دې ویب سایټ کښي، دنورو ویب سایټونو په نسبت، ډېر لږ او کله ناکله په قومي رنګ لړلي او یا دافغانستان ددولت پرضد بې ماخذه او بې ثبوته لیکني خپریږي، هغه هم اکثره وخت دغرب میشتو افغاني لیکوالانو له خوا خو په مجموع کښي لراوبر خپل ملي موقف تردا مهاله ښه ساتلی دئ. ګران ورور احسان صاحب! دغسي لیکني دپاکستان او ایران په ګټه اوزموږ په قرباني تمامیږي. زه دلراوبر دیوهمکار او ستاسو دیو کشر ورور په صفت درڅخه هیله کوم چي دغسي لیکني مه خپروئ، که څخه هم لیکوال به ئې تاسو دنشر له پاره مجبور کوي. لراوبر خپل علمي کتنپلاوی لري او ترخپرېدو مخکي باید ځینی لکیني دکتنپلاوي سره دپخوا په شان شریکي، نظر او موافقه ئې واخیستل سي اوبیا خپرې سي.
کندهار مي د بابا په قواله دئ که پنجشیر دئ که واخان دئ وطن زما دئ
هره لویشت مي د نیکه او بابا ګور دئ پر هر ګام باندی لحد او کفن زما دئ.
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
که څه هم د لراوبر اداره د تاويل او ماويل غوندي نانديو ځای نه دی او دداسي بحثونو پلوي نکوي خو لاندنئ ليک چي د پورتني لي په جواب کي ليکل سوئ درنو لوستونکو ته وړاندي کوي.
لراوبر له دواړو بااحساسه ځوانانو منته کوي چي د ګران هيواد د پياوړتيا په موخه يې يو د بل ليکني د قلم عفت ته په درناوي سره نقد کړې او خپل استدلال يې وکړ.
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
جان محمد خانه لکه چي سر دي پدې خبرؤ نه خلاصیږي؟
جان محمد خان چې په ښکاره ډول د کرزې لالا په لاس په چوکې ګومارل شوئ زما ځنئ سپنې خبرئ پرې ښه ندئ لګېدلئ.
جانه وروره، اول تر ټول ته د عطأ د پرونې غریدلو ځواب ورکړه؟
دوهم د کابل پریس په ویب پاڼه کې زمونږ دملت ریښتنئ بابا انځور چې په لمبو سوځئ، بیرق دي سوځئ پوهنتون دي دانشګاه شوه، او نور دا ټول هغه ریښتنئ ټکې دي چې ترئ سترګې پټوئ.
ما ته لطف وکړه د دادستان کُل، دادګوسترې، دادستان، سر دبیر کُل مانا کړه؟
کیدالئ سئ چې ته ئې په مانا پوه شې خو هغه غریب بې وزله چې زده کړئ ندي کړې او د کندهار، ننګرهار، بدخشان، او د وطن هر کونج کې او لرې پرتو سیمو کې دي او د دي په مانا پوهیږئ؟ خپل وطن، خپله ژبه او د مانأ لپاره ئې ترجمان ته اړتیأ ده!
ولئ زمونږه دري ژبې ته فارسئ ویل کیږئ؟
د ژبئ بدلون او نوئ لغتونو پیژندنه د تلویزیون کار ندئ. دا د علومو اکاډمئ دنده ده. او د علومو اکاډمې هغه دولتې اداره ده چې هلته د هرې ژبې غښتلئ استادان شتون لرئ او کله چې د علومو اکاډمئ دا بهرنئ کلمئ تائېدئ کړې نو زما په لیکنو کې به ئې هم ولولئ.
ولې په سفارتونو کې ستأ د اصیل نیکه انځور پر ځاې د بل انځور ځړول شوئ؟
ولې ستا هویت په سفارتونو کې يواځئ د تذکرئ په لرلو نه ثابتیږې باید چې دری وګړیږئ؟ که دا لیکنه زما د حال پر بنسټ واي نو زه په دري او پښتو په ویاړ سره خبرئ کوم او کومه ستونځه هم نلرم، خو زه د هغه ځوان غږ انځورؤم، کوم چې په خټه پښتون دي او دري ئې نده زده، او د پاکستانې ټاپه پري لګول کیږئ.
ته او خداي روښتيأ ووایه چې تا کله هم په ولسواکئ کې د ۲۰۰۴ کال نه دمخه ژوند کړئ؟
که د ظاهر شاه بابا د وختونو خبرۍ کوي نو هغه خو د چا په یاد هم ندي.
دا چې ته پنجشير خپل ګڼئ، نو دا راته ووایه چې ما کله ویلئ چې پنجشیر زما ندي؟ ته به کوم پنجشیرئ نه پیژنئ، خو ډله زه ملګرئ لرم او د امرالله صالح چې وړ کس دې کدر دي هره لیکنه د زړه په غوږو اورم.
دا د هر انسان حق دي چې زده کړئ وکړې، او ما هم ښه په نره ښونځئ لوستې او لوړې زده کړې مي کړي، خو فرق به زما او ستأ د تعلیم دا وي چې ماته ښوونکئ روښتیا ویل، حقیقت ویل ښودلئ. اوستا پدې خبرو اوس ستا سر نه خلاصیږئ، ملامت دي نه ګڼم، کیدالئ سئ په کوم دفتر کې چې کار کوي د خپلئ چوکې د ساتلو لپاره ځان نا ګاره اچوئ، او زه نیوکه هم نلرم!
بله دا چې د کابل په سطحه خبرئ مه کوه، یو ځل نیم کلو او بانډو ته هم سر ښکاره کوه او ګوره چې څه تیریږئ.
د اروپأ او امریکأ تګ حرام ندئ، او ستا په شان د ګردو مغزؤ خاوندانو په اند چې څوک خارج ته لاړ شئ نو د کفر ټاپه ورته په ولو لګوئ. داسئ نده ګرانه، د کابل د ښار عبدالرحمان خان جومات نه غټ، غټ جوماتونه دلته د لمنځونو په وخت ډک وي.
افغانستان زما زړه دي، او چې زړه کې د انسان درد وي هغه راحته کیدالئ نشئ.
پر تا ګران والئ صیب چې پرون په تلویزونو کې بې ځایه غوریده، ولې د بدخشان د مړؤ په ویستلو کې ئې مرسته نه کوله؟ د یو واکمن والئ په وسه خو دا کیږې چې خلکو ته د ترانسپورت زمینه برابره کړئ نو ملت به په يو غږ لاس یو کړئ او د عشر په ډول خو به ټول بدخشان درته پاک کړې دا خو یوه وړه د آب باریک ولسوالئ وه.
اوس نو ګله دي ته معافیأ نه وائې؟
ولسمشر پر چوکې ناستۀ د ولسمشر په موجودیت کې کوم ډول عمل دي؟ نه ئې منې نو زما سره ئې ثبوت شته. لاندنې لینک ته لاړ شه او د زړه په غوږو غوږ شه.
پرؤن دي د کابل ښار په منځ کې لامبو ونکړه؟ دا مافیأ نده څه دي؟
د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کالونو کې د ایران نه واردو شوئ د خاورو تیلو ستا څومره وطنوال وسوځول؟ ته به خبر هم نه ئې، دا مافیأ لخوا راوړل شوئ چټل تیل وو چې ستا وطنوالو پر لاسونو د سوځیدلو ټاپئ اوس هم شته!
مأفیأ ډولونه لرئ، د ځمکئ مافیأ، پرونې د ښاروال خبرئ واوره.
اقتصادئ مافیأ، د ذاخیلوال صیب خبرئ واوره.
بدماشئ مافیأ، پورتنئ لینک واوره.
سر زورئ مافیأ د بلخ والئ خبرئ واره.
د کلتور، فرهنګ، ژبئ، دود او دستور د بدلولو مافیأ، میډیا ته غوږ شه.
د معدنونو مافیأ، د پنجشير د زمردو کانونو غیر فني استخراج د نمونئ په ډول وګوره.
نور ډولونه هم شته!
ملې یوالئ روحیه افغانان د افغانستان د جغرافیئ جوړښت له وخته لرئ او تل به یو موټئ وي. خو د ملئ یوالئ تعریف دا ندې چې یو وچ سرئ لیونې د پنجشیر نه بل د ډایکندئ نه بل د سمنګان نه بل کندهار را ټول کړه او که وړتیأ ئې هم نلرئ باید چې وزیران، رئیسان، والیان شي، چې ملي یووالئ دي. دا ملي تباهئ منځ ته راولئ نه ملي یووالئ.
د دولت ملئ جوړښت باید د کدرونو پر اساس جوړ شي نه د قومونو! که ته پښتون ئې که هزاره ئې، که تاجک ئې، که ازبک ئې او که هر څوک ئې ستا دوړتیأ په اساس باید تا ته دولتي دنده درکړل شي او دړلت تا ته اړتیأ لرئ. دلته هم کدر منځ ته راځئ او هم ملې یوالئ.
په آخر تاسئ نه مننه کوم چې نقد مو وکړه، زه د نقد پلوئ یم، نقد اصلاحات راولئ. او دا څلویزئ درته ډالئ کوم.
دا زما ارمان دي چې دا سمه غر موښکلئ شي
مینه او اخلاص وي ټول سپین روبې مو منلې شي
نور دا لوڅې خپې، ستر تور سرونه، خوراکئ بچئ
ښکلئ شئ را پوه شي، روغ رمټ شي نازولئ شئ
ورکه بد بختئ شي د قران خبره ومنئ
یو شي، سره موټئ شي، ورونه شي، ښاغلئ شي.
او بل دا چې:
دا خو ستا نیکې وه چې مي زړه شو د غمونو ډک
غم که ئې سکه شو، لا به هم وي له دردونو ډک
ښه شو چې د حق او دباطل خبرۍ ګرمي شوي
مات زړه مي په نره، شو له امیدونو ډک
په مینه
اباسین جکړ
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه