کور / تازه خبرونه / پروژې دي د ولايتي ادارې سره په همږغۍ جوړي سي

پروژې دي د ولايتي ادارې سره په همږغۍ جوړي سي

کندهار والي: موسسات او انجيوګاني دي له ولايتي ادارې سره په همږغۍ پروژې ډيزاين کړي
کندهار، افغانستان- کندهار والي په کندهار کي د موسساتو او انجيوګانو له مسوولينو او استازو سره په غونډه کي وويل، په دغه ولايت کي دي فعالي انجيوګاني او موسسات انکشافي پروژې له ولايتي ادارې سره په همږغۍ ترسره کړي.
د نن ورځي په انکشافي غونډه کي چي د ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، مرستيال والي عبدالقديم پتيال، د يونيسف استازي ډيني، د يوناما استازي ډاکټر خواجه، د کندهار يو شمېر سکټوري رئيسانو او په کندهار کي د انجيوګانو او موسساتو استازو ګډون کړى و.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د موسساتو استازو ته وويل، تېرو وختونو ته په کتو بايد په راتلونکي کي په کندهار کي ټول موسسات له ولايتي ادارې سره په همږغۍ خپلي پروژې پلي کړي. کندهار والي زياته کړه: “انکشافي پروژې بايد په کندهار کي ډيزاين سي، ځکه مرکز د کندهار په ستونزو او اړتياوو خبر نه دى. که غواړو چي خلکو ته کار وسي، بايد ټولي موسسې او انجيوګاني له ولايتي ادارې سره په تماس کي سي، ولايتي اداره به د خلکو غوښتني او اړتياوي ورته په ګوته کوي او هغوى به د اړتياوو پر اساس پروژې ډيزاينوي، چي له دې سره به هم بوديجه مصرف سوې وي او هم به د خلکو اړتياوو ته مثبت ځواب ويل سوى وي.”

والي د خبرو په دوام وويل، هر وخت چي يوه موسسه پروژه پلي کوي، بايد له اړوند رياست سره په تماس کي سي او له اړوند رياست سره په همکارۍ پروژه عملي کړي. والي دغه راز وويل، هره موسسه دي تر پروژې پلي کېدو وړاندي ميډيا ته د هغې په هکله بشپړ معلومات وړاندي کوي، تر څو له يادي پروژې څخه ټول ولس خبر واوسي چي د چا له لوري، چيري او څنګه پروژه ده، چي دا چاره به له خلکو سره د اګاهۍ په برخه کي زياته مرسته وکړي او نور خلک به هم له دې سره پوهاوى ترلاسه کوي چي دوى څه ډول پروژو ته اړتيا لري. ښاغلي ويسا دغه راز يادونه وکړه چي مرستندويه اداري دي په کندهار کي ملي زراعتي پوهنتون ته هم پاملرنه وکړي، ځکه دا نوى او لوى پوهنتون دى چي په زياتو برخو کي مرستو ته اړتيا لري.

د يونيسف ادارې استازي ډيني د کندهار والي نظريات او سپارښتني تاييد کړې او ويې ويل، دا به يو ډېر مثبت او ښه ګام وي چي د ولايتي ادارې او موسساتو تر منځ په همږغۍ پروژې پلي سي. هغه زياته کړه، د دې يوه له مهمو ښېګڼو څخه به دا وي چي د خلکو غوښتني او اوليتوبه به منعکس سوي وي. نوموړي وويل: “زموږ هدف هم دا دى چي پروژې مو ښې پايلي ولري او د خلکو مرسته مو په ښه ډول کړې وي.” هغه وويل، تر دې وروسته به يونيسف اداره تر خپل وسه له دولتي ادارې سره په همږغۍ پروژې پلي کوي.

د يوناما استازي ډاکټر خواجه هم ژمنه وکړه چي يوناما به د کندهار د خلکو د غوښتنو مطابق پروژې ډيزاينوي. هغه زياته کړه، دوى به د هري پروژې د ډيزاينېدو او پلي کېدو پر مهال اړوند رياست په جريان کي اچوي.