کور / تازه خبرونه / وردګ : د بدخشان د پېښي د قربانيانو له پاره مرسته ټوله سوه

وردګ : د بدخشان د پېښي د قربانيانو له پاره مرسته ټوله سوه

په میدان وردګو ولایت کې پنځلس زره تنو د خپلې یوې ورځې تنخوا د بدخشان
پېښې د قربانیان لپاره ځآنګړې کړه.
د میدان وردګو ولایت نظامی او ملکي ادارو د مسؤلینو له لورې پرېکړه وشوه،چې د خپل اړونده کارکوونکو او منسوبینو د یوې ورځې تنخوا به ژر تر ژره راټوله او د بدخشان د پېښې د قربانیانو کورنیو ته به یې ورسوي .
دغه پرېکړه،نن (دوشنبه) د میدان وردګو ولایت په مقام کې د دغه ولایت د والي په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې،چې د بېلابېلو نظامي، او ملکي ادارو مسؤلینو په کې ګډون کړی وو،وشوه .
د یادو پېښو د شهیدانو روح ته د عا وروسته د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو پرمهال پر یاده پېښې د ژوې خواشینۍ څرګندولو سربیره وویل: په بدخشان کې د پېښې قربانیو شویو کورنیو سره د بیړنۍ مرستې اړتیا لیدل کیږي .
هغه زیاته کړه،لازمه ده،چې په میدان وردګو ولایت کې هر وګړی،چې توان مندي
ولري،باید د دغه اړمنو کورنیو سره ژر تر ژره مرسته ترسره کړي .
د دې غونډې په ترڅ کې د محاکمو ریاست،څارنوالۍ،ملکي بېلابېلو ادارو،ملي ،امنیت، عامه نظم،عامه ساتنې،ملي پولیسو او ملي اردو مسؤلینو پرېکړه
وکړه،چې د خپل ټولو کارکوونکو او منسوبینو څخه به چې شمېر یې پنخلس زره
تنو ته رسیږي،د هغوی د یوې ورځې تنخوا د بدخشان د پېښې قربانیانو ته
ورکړي.
د یادې مرستې د ترلاسه کولو په موخه د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید
خوږیاڼي په لارښوونه د ولایتي شورا د مرستیال حاجي محمدحضرت جانان په
مشرۍ یوه نهه کسیزه کمیټه جوړه شوه.
دغه کمیټې ته دنده وسپارل شوه،چې ژر تر ژره دې یو بانکي حساب جوړ
کړي،ترڅو د یادو ادارو له لورې ورته د دوو ورځو په ترڅ کې پیسې انتقال
شي .
همدا راز کمیټې ته دنده وسپارل شوه،چې د دغه ولایت په کلیو بانډو کې هم د
بدخشان پېښې قربانیانو سره د مرستې کولو په موخه مرستې راټولي کړي .
د دې ترڅنګ دغه کمیټه به د میدان وردګو ولایت له سوداګرو سره هم بیړنۍ
خبرې اترې وکړي او له هغوی څخه به هم د یادې پېښې قربانیانو ته مرسته را
ټوله کړي .
د کمیټې مشر او د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمد حضرت جانان ژمنه وکړه،چې
د یادو پنځلس زره ملکي او نظامي منسوبینو او کارکوونکو سربیره په د پنځه
زرو په شاوخوا کې د ملکي وګړو او د دغه ولایت له سوداګرو څخه هم د پېښې د
قربانیانو لپاره مرستې راټولي کړي .
د میدان وردګو ولایت مقام ټینګار کوي،چې پرېکړه شوې مرسته د یوې اونۍ په
ترڅ کې راټوله او د بدخشان ولایت د پېښې قربانیانو ته یې ورسوي