بدخشان ته د چارواکو تګ او د ملي ماتم اعلانول کفایت نه کوي
د کابل چاپ ورځپاڼ، په خپلو نننیو ګڼو کې په هېواد کې د طبیعي پيښو په دارنګه پيښو کې خلکو ته د مرستو رسولو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
محور:
محور ورځپاڼې لیکلي چې، د لغمان د علیشنګ د سیند د څپڅپانده کېدو له امله د زرګونو کورونو د له منځه تلو ګواښ موجود دی.
په مطلب کې راغلي چې په جوزجان، فاریاب، سرپل، بادغیس او بدخشان کې هم وروستیو سیلابونو لس زره کورنۍ بې ځایه کړي دي.
محور لیکلي، که د پیښو په وړاندې د مبارزې اداره او نورې مرستندویه ادارې خپلې مرستې پراخې نه کړي نو بل بشري ناورین رامنځ ته کیدای شي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د وروستۍ پیښې زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستو رسولو په اړه خپله سرمقاله کښلې.
ورځپانې لیکلي، یوازې دا کفایت نه کوي، چې د ولسمشر مرستیال او یو دولتي پلاوی سیمې ته تللی او یوه ورځ ملي ماتم هم اعلان شو؛ بلکې د زیانمنو شویو کورنیو ضرورتونه باید په دقیقه توګه وڅیړل شي او بیا لازمې مرستې ورسره وشي.
په سرمقالې کې راغلي دا دومره یوه لویه پیښه وه چې؛ د نړۍ ډیرو سیاستوالو یې په اړه له افغانستان سره خپله غمرازي وښودله.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي؛ د هېواد شتمن خلک دې د مسوولیت احساس وکړي.
ورځپانې لیکلي د بدخشان د پیښې زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو د راټولو لپاره تیره ورځ په مختلفو ولایتونو کې مدني ټولنو او خلکو چندې او مرستې راټولې کړې.
ملي ارمان لیکلي د خلکو او مدني ټولنو دا کار د ستاینې وړ دی او دا ښيي چې، د افغانستان خلک له یو بل سره په غم کې سره شریک دي.
خو ورځپاڼې لیکلي، په داسې مواردو کې ډیر مسوولیت ملي سوداګرو او شتمنو کسانو ته راجع کیږي چې د هیواد د اقتصاد لویه برخه یې په لاس کې ده.
ملي ارمان انتقاد کړی چې، تراوسه پورې ځینې ملي سوداګر او پانګه وال چوپ دي او د مرستو درک یې نه لګیږي.
اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپاڼې لیکلي چې؛ وروسته له دې دې د طبیعي پيښو د زیانونو د مخنیوي لپاره لا ډير اقدامات وشي.
ورځپاڼې لیکلي، د حکومت اړوندې ادارې باید هغه ځایونه او کلي په ګوته کړي چې؛ د سیلابونو له خطر سره مخ وي .
اصلاح لیکلي د دارنګه سیمو خلک بیاید نورو ځایونو ته انتقال شي تر څو د سیلابونو له امله د خلکو د پرله پسې تلفاتو او زیانونو مخه ونیول شي.