اېران د خپل اټومي پروګرام د بندېدو په بدل كي د اروپايي هيوادونو مرستي رد كړې.
د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسئول هاوير سولانا چي د اېران په ليدنه بوخت دئ، اېراني حكومت ته يې وړانديز وكړ، چي كه اېران خپل اټومي پروګرام ودروي، اروپايي هيوادونه به د پخوا په پرتله څو چنده له دغه هيواد سره تجارتي او سياسي اړيكي پياوړي كړي. خو ايراني حكومت د نوموړي د مرستو مشروط وړانديز رد كړ.
اېراني چارواكي اېران به په ۲۰۰۹ كال كي د نړۍ د اټومي ځواكونو په كتار كي ځان ودروي.
بايد وويل سي چي اېران تر دې مخكي د ملګرو متلونو او جرمني د مرستو وړانديزونه هم رد كړي وه.