کور / تازه خبرونه / بدخشان:د ځمکې ښويېدو له امله نژدې ۳۰۰۰ کسان مړه دي

بدخشان:د ځمکې ښويېدو له امله نژدې ۳۰۰۰ کسان مړه دي

د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدو له امله نژدې ۳۰۰۰ کسان مړه دي.
دا پېښه نن د جمعې ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د آب باریک کلي کي وسوه چيري چي د چارواکو په وينا شاوخوا زر کوره مېشت وه.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن آزاۍ راډیو ته وويل، چې په دې کلي کې يو غونډۍ د زياتو بارانونو له امله ښويېدلې چې څه باندې ۳۵۰ کورونه تر خاورو او خټو لاندې شوي او همدارنګه څه باندې ۲۰۰۰ تنه په دې پېښه کې مړه شوي. خو څو ساعته وروسته يو شمېر غير رسمي سرچينو دغه شمېره نژدې ۳۰۰۰ وښووله.

همدارنګه د بدخشان د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار آزادۍ راډیو ته وويل،چې د دې ولایت والي د ژغورونکو او سیار روغتیايي ټیم سره سیمې ته تللى، هغه کوم کسان چې تر خاورو او خټو لاندې شوي راوباسي.

بیدار همداراز وویل،چې په همدې سیمې کې یو بل کلي چې په کې څه باندې ۳۵۰ کورنیو ژوند کوي، د باران د اوبو له ګواښ سره مخ و او د ژغورونکو ټیمو د هڅو له امله د هغه کلي ټول کسان امنو سمیو ته ولیږدول شول:

(( د ولایت ژغورنې ټیمونه او امنیتي ارګانونه حتا خلک او سیار روغتیايي ټمیونه او همدارنګه په خپله والي صاحب د پېښې سیمې ته تللي او کېدي شي ځیني کسان ژوندي وژغوري))

د یادونې ده چې څو روځې مخکې د تخار ولایت د رستاق په ولسوالۍ کې د خیران په نوم دیو کلي څه باندې ۱۲۰ کورنۍ د ځمکې لاندې شوي وي، چې د یاد کلي اوسیدونکې اوسمهال د خیمو لاندي په آزاده فضا کې ژوند کوي.