د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي د سمنګانو ولایت په “دره صوف بالا” ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په کان کې د یوې چاودنې په نتیجه کې د ۱۸ کارکوونکو پر مړينه خواشيني څرګنده کړه.
جمهور رئیس کرزي د دغه کان د کارکوونکو پر مړينې د خواشينې د څرګندولو په ترڅ کې اړوندو سیمه ییزو دولتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د بېړنيو مرستو د رسولو او د بند پاتې شويو کارکوونکو د ژغورنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
جمهور رئيس حامد کرزی د قربانیانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او د لوی خدای له دربار څخه ورته د جميل صبر هيله کوي.