د امريكا جمهور رئيس جارج ډبليو بوش پر برتانوي حكومت ږغ كړئ، چي له عراق څخه د خپلو پوځيانو په ايستلو كي عجله ونكړي.
بوش چي له تېرو درو ورځو راهيسي اروپا ته د خداى پامانۍ په سفر بوخت دئ، تېره ورځ برتانيې ته ورسېدئ.
سپينه ماڼۍ وايي دا به د امريكا د جمهور رئيس په توګه اروپا ته د جارج ډبلو بوش وروستى سفر وي.
نوموړي د برتانيې له صدراعظم ګارډن بروان سره د ملاقات پر وخت له هغه څخه غوښتي چي له عراق څخه دي برتانوي عسكر ژر نه باسي.
تر دې مخكي د برتانيې د دفاع وزارت ويلي وه، چي تر را روان ۲۰۰۹ كال پوري به له عراق څخه خپل ټول پوځيان وباسي.
برتانيه دا وخت په عراق كي يوازي څلور زره عسكر لري، په داسي حال كي چي په افغانستان كي يې شمېر نيژدې ۷۰۰۰ كسانو ته رسېږي.