ویل کېږي چې په یوویشتمه پيړۍ کې به د ملتونو او هېوادونو ترمنځ د نړيوالو کړکیچونو مهمه موضوع اوبه او د هغې سرچینې وی، افغانستان چې د اوبو له پلوه غني هېواد دی ګاونډیان يې دداسې لومو په جوړولو فکر کوي چې د افغانانو دغه شتمنۍ هم لکه د نورو هغو لوټ او د ځان کړي. دا چې دا مهال افغانان په نورو ستونزو اخته دې له دغې فرصته پنجاب د ځان په ګټه یوه بله خطرناکه لوبه پيل کړې او غواړي چې په افغانستان کې بل شوي اور په یوې بلې بڼې تازه وساتي.
پنجاب غواړي چې په اباسین ( اندوس) د (داسو) بند جوړ کړي او په دې ډول غواړي د پنجاب لپاره اوبه زیرمه او خپله خیټه د کابل له سیند ډکه کړي.
ددې بند جوړیدل له هر پلوه افغانستان ته زیان رسونکي دي، له بده مرغه چې په افغانستان کې دننه ډیری خلک ددې بند په زیانونو نه پوهیږي، حکومت، میډیا او کارپوهانو هم دې مسلې ته هغسې وضاحت نه ورکوي لکه څنګه چې باید واضح شي. پاکستان په داسې وخت کې دا موضوع راپورته کوي چې افغانستان په ټاکنو بوخت دی.
په هېواد کې د ګاونډیو د لاسوهنو له امله حکومت په دې نه دی توانیدلی چې له خپلو پنځه اویا ملیارد متر معکب اوبو څخه سمه ګټه واخلي. د اوبو او برښنا وزارت د معلوماتو په اساس اویا سلنه اوبه په وړیا ډول ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي.
بند چېرته جوړیږي او زیانونه یې:
په لمړي قدم کې دا بند د تاریخي افغانستان په جغرافیه کې جوړیږي چې ګټه به یې مستقیم پنجاب ته رسیږي. دويم که دا بند جوړ شي، نو موږ ته ستونزمنه ده چې د کابل سیند را وګرځوو، درېیم که پاکستان په دې بند چې د پښتنو په سیمه کې دی، خپله دومره ډېره پانګونه وکړي، نو د ډيورنډ مسله یو ډول د رسمیت خواته ځي او څلورم دا چې ځینې کارپوهان په دې نظر دي چې دا بند کیدای شي د افغانستان د اوبو زیرمو ته هم زیان واړوي. د موضوع د لا روښانتیا لپاره به تفصیل ته راشو
د ((داسو)) بند د خیبر پښتونخوا په شمالي برخه د کوهستان ولسوالۍ مربوط په داسو کلي کې جوړیږي. کوهستان ولسوالۍ پښتون میشته سیمه ده. دا سیمه له کشمیر او ګلګيټ ـ بالتیستان سره پوله لري. شمال ته یې سوات، غرب ته یې شنګله پرته ده. همدا ډول یې جنوب ته مانسهره او باتاګرام ولسوالۍ موقعیت لري.
په دې سیمه اباسین بهیږي، اباسین چې په اندوس هم یادیږي له ((ګلګیت)) او ((بابو سر)) نه، سرچینه اخلي او په ((سکردو)) کې سره یو ځای کیږي، اوس موږ ویلی شو، چې اباسین په ټوله مانا د پښتنو سیند دی. دا سیند د داسو له کلي تیریږي او پنجاب غواړي په همدې کلي کې د برښنا یو ستر بند د نړیوالو په مرسته جوړ کړي. دا بند به شاوخوا اووه نیم ملیارده ډالره لګښت ولري چې په دې کې به دوه ملیارده ډالره د چین صنعتي او سوداګریز بانک، یو ملیارد جرمن بانک او اووه سوه ملیونه ډالره به نړیوال بانک ورسره مرسته کوي. چې ټاکل شوې ده دا بند به تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې تکمیل شي.
د داسو بند به د څلور زره درې سوه شل میګا واټه برېښنا تولید کړای شي.
پاکستان په ۱۹۶۰ کې له هند سره د ((سنده تاس)) په نامه موافقه لاسلیک کړې چې له مخې یې خپل درې لوی سیندونه ستلج، راوي او بیاس په هندستان باندې خرڅ کړي دي. اوس پاکستان ټوله توجه اباسین ته ده چې هم یې پنجاب ته واړوي او هم ترې د برېښنا اړتیا پوره کړي او هم پکې افغانستان ته دوامداره سرخوږی جوړ کړي او په دې ډول به افغانستان ونشي کولای له خپلو سیندونو سمه ګټه واخلي.
پاکستان په اباسین باندې د (تربېله) بند له مخې د ((واټر ریکارډ)) پروژه عملي کړې دا پروژه په دې مانا ده چې اباسین یې تقسیم کړی دی. یو اعشاریه یوشپيته میلیونه متر مکعب اوبه پنجاب ګرځولي، یو اعشاریه اته دېرش میلیونه متر مکعب اوبه سند ته بهیږي. یوسل څلویښت زره مترمعکب اوبه یې بلوچستان او دوه سوه شپږویشت زره متر مکعب اوبه یې خیبر پښتونخوا ته ورکړي دي. دا په داسې حال کې دي چې ټولې اوبه د خیبر پښتونخوا مربوط کیږي. ددې بند یوې خواته هریپور او بلې خواته صوابۍ د پښتنو سیمې دي نو په دې حساب اټک هم له اوبو بې برخې شوی او صوابۍ او نوښار هم له اوبو څکه نشي کولای.
خو د واټر ریکارډ په اړه د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند ایالتي مشر مختار خان یوسفزی وايي چې زموږ پښتنو لپاره دا پروژه هیڅکله د منلو وړ نه ده.
له اټک لاندې برخه د کراچۍ تر بندره پورې د کابل سیند خړوبوي، ځکه چې د تربیلې بند په لاندې سیمو باندې اوبه بندې کړي دي. اوس که د داسو بند جوړیږي نو په دې مانا چې له اټک پورته خیبر پښتونخوا به نوره هم د اوبو له زیات کمښت سره مخ شي.
که چېرې په خیبر پښتونخوا کې دا بندونه موجود وي، نو د نړیوالو قوانینو په اساس افغانستان نشي کولای خپلې اوبه را وګرځوي. ځکه دا کار به هغه سیمې د اوبو له نه شتون سره مخ کړي کومې چې تر اوسه د اباسین او کابل په سیند خړوبیږي.
دې ته ورته مسئله د طالبانو په وخت کې هم مطرح شوه چې ایران او ترکمنستان پرته له دې چې افغانستان خبر کړي د دوستۍ په نامه د یوه ګډ بند د جوړولو پرېکړه وکړه، نو طالبانو ورته وویل چې د سلما بند د افغانستان جوړ شوی بند دی، که تاسو لاندې بند جوړوئ نو کیدای شي د اوبو له کمښت سره مخ شئ، ځکه زموږ بند له تاسو وړاندې جوړ شوئ، نو اوس هم که پاکستان خپلې اوبه تقسیم کړي نو افغانستان ته به ستونزمنه وي چې د کنړ د سیند اوبه دې داسې په اسانۍ را وګرځولی شي.
د افغانانو بې غوري او د ځېنو پردي پالنه
پاکستاني رسنیو ددې هېواد د مالیې د وزیر اسحق ډار له خولې لیکلي چې د افغانستان د ماليې وزیر عمر زاخیلوال ورته ویلي چې دا سیمه هم د پاکستان مربوط ده او اوبه هم د پاکستان مربوط دي، تاسو پوه شه او کار مو، له بده مرغه چې د پاکستاني رسنیو دا راپورنه په افغانستان کې دننه ځينو پردي پالو رسنیو کټ مټ خپاره کړي دي. همدا ډول پاکستاني رسنیو د افغانستان د حکومت له اړخه راپورونه خپاره کړي و چې افغانستان په دې برخه کې موافقې ته رسیدلی دی. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع رد کړه او وې ویل چې موږ تر اوسه هيڅ ډول موافقې ته نه یو رسیدلي.
بدمرغي دلته ده چې په افغانستان کې د ګوتو په شمېر کسان ددې موضوع په حساسیت پوهیږي، خو هغسې چې ښايي هڅه یې نه ده کړې.
یو شمېر چې ځانونو ته کار پوهان هم وايي او له رسنیو سره خبرې کوي ان لا د (( داسو)) د بند د موقعیت په اړه معلومات نه لري، دوی په خپلو خبرو کې وايي چې دا بند د کابل ـ اندوس په سیند له ډيورنډ کرښې تر اټک پورې په ګډو ابو جوړیږي په داسې حال کې چې دا له اټک ډير لوړ د خیبر پښتونخوا په شمالي برخه کوهستاناتو کې جوړیږي.
ځینې خو کټ مټ د پاکستانیانو خبره کوي، چې اوبه هم د پاکستان دي او سیمه هم د پاکستان، نو موږ ته خو یې هیڅ ضرر نه رارسیږي. چې امکان لري ځينې دا ډول خلک به خپلې ګټې ویني او په شعوري توګه به دا کار کوي.
عبدالروف لیوال په دې اړه د یوې لیکنې په یوه برخه کې وايي ((دجیولوژستانو په اند شګلینه ځمکه چې له بنده پورته پرته وي د اوبو زیم ډیر ژر ښکته (بند) ته غورځوی ، چې دسروبی نه تر داسو پورې ډیری ځمکه همدا جوړښت لری، په دې توګه د کابل سیند پر سر د سروبي بند ججوری ۶۳ بیلیون متر مکعبه اوبه دی، د داسو د بند جوړولو سره دا ججوری ۲۰،۷۶ بیلیون متر مکعبه اوبو ته راټیټدای شی))
همدا ډول د اقتصادي چارو کار پوه آذرخش حافظی هم وايي کچېرې د داسو بند جوړ شي، نو د سړوبي( سروبي) ، نغلو او درونټې بندونه به خالي شي.
که نقشې ته وکتل شي، ((داسو)) له سړوبي ډېرې لرې پروت دی او تر منځ یې لوړ او جګ غرونه ولاړ دي او که د پامیر د غرو مسئله شي نو له یوې ډډې د افغانستان سیندونه سرچینه اخلې او بله ډډه یې د چترال او اړونده سیندونه سرچینه ده. ماته ډېره پر ځای نه ښکاري چې د داسو بند دې په سروبي اغیز وکړي. سروبي د سمندر له سطحې شاوخوا نهه نیم سوه متره لوړ دی، په داسې حال کې چې داسو د سمندر له سطحې اته نیم سوه متره لوړوالی لري. د دوی تر منځ یوازې سل متره تفاوت وجود لري او له بلې خوا د سروبي او داسو تر منځ خطي واټن درې نیم سوه کیلومتر دی. نو فکر نه کوم چې په دومره واټن کې دې دوی یو پر بل اغیز ولري.
د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لیوال بیا له یوې اقتصادي ورځپاڼې همياڼۍ سره په مرکه کې روښانه نظر لري ((د کوهستانات سيمه چې د پاکستان حکومت په کې د برېښنا بند د جوړولو پلان لري، په تاريخي لحاظ د لوى افغانستان سيمه وبلله، خو د هغه په وينا د ډيورند د تړون پر اساس اوس د خيبر پښتونخوا ايالت يوه برخه ګرځول شوې ده))
تر ډېره پورې خلک په دې نظر دي چې دا ګډې اوبه دي، په کومو چې بند جوړیږي، خو که ورته وکتل شي، دا اوبه په تاریخي لحاظ د افغانستان اوبه دي خو د ډيورنډ د کرښې په اساس د لرو پښتنو اوبه شمېرل کیږي.
پاکستاني مطبوعات خو په همدې خبره ټینګ دي چې ډیری افغانان وايي چې دا د کابل ـ اباسین ګډې اوبه دي، په داسې حال کې چې دا یوازې د اباسین یا اندوس اوبه دي، نو افغانستان حق نه لري چې غږ اوچت کړي.
خو ستونزه داده چې د کابل سیند له اباسین سره د اټک په برخه کې یو ځای کیږي او ښکته په دیره اسماعیل خان او دېره غازي خان باندې له کراچۍ تیریږي او عرب سمندرګي ته توییږي. کچېرې د ((داسو)) او ((تربیله)) بندونه اوبه له اټک لاندې پرېنږدي، نو په هغه صورت کې افغانستان نشي کولای د کابل سیند اوبه را وګرځوي، ځکه بیا تر کراچۍ پورې ټولې سیمې د کابل سیند په غاړه لویږي تر څو یې خړوبې کړي.
یا په بله مانا کله چې افغانستان وغواړي د کابل په سیند خپلې ځمکې خړوبې کړي، نو پاکستان به دعوه کوي او له نړیوالو به مرسته غواړي چې کابل زموږ اوبه ګرځولي، دوی به وايي هغه سیمې چې تر پرونه په دې سیند خړوبېدلې نن د اوبو له نه شتون سره مخ دي. دا کار به له یوې خوا په افغانستان فشار راوړي او له بلې خوا به د کرښې د هغې غاړې پښتنو ته دا روحیه ورکوي چې په تاسو افغانانو اوبه درولي دي.
د اوبو د نړیوالو قوانینو په اساس په داسې حال کې هيڅ هېواد بل هېواد ته بهیدونکې اوبه چې هغه هېواد ورته اړتیا ولري نشي بندولی. او پاکستان به د هغه سیمو خپلې اوبه په جوړو شویو بندونو کې زیرمه کوي.
ټول مطبوعات د اباسین سیند د اندوس په نامه یادوي خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر مختیار خان یوسفزی وايي چې دا اباسین دی، او موږ په پښتو کې اباسین ورته وایو.
موضوع څنګه راپورته شوه:
پاکستان په یوازې سر هم دا کار کولی شوای خو د نړیوال بانک مرسته ددوی موضوع رسمي کوله تر څو په راتلونکې کې نړیوال اعتبار ولري او د ډيورنډ مسئلې ته لا قوت ور وبښي.
نړیوال بانک دا خبره د افغانستان له مالیې وزارت سره شریکه کړه او د افغانستان د امنیت شورا پریکړه وکړه څو نړیوال بانک ته خبر ورکړي چې موږ په دې برخه کې له پاکستان سره موافقت نه لرو.
څه موده وروسته د پاکستان د اوبو او برېښنا وزیر خواجه محمد آصف اعلان وکړ چې افغانستان له موږ سره په دې برخه کې موافقې ته رسیدلی چې ورپسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی د مطبوعاتي کنفرانس له لارې دا موضوع رد کړه او وې ویل چې موږ په دې برخه کې لا هیڅ موافقې ته نه یو رسیدلي.
د حل لاره:
په لمړي قدم کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید له نړیوال بانک سربېره له ټولو نړیوالو ارګانونو څخه لا نوره مرسته وغواړي تر څو په پاکستان فشار راوړي چې دا بند جوړ نه شي. په دويم قدم کې باید حکومت خپل اعتراض ته دوام ورکړي، او له پاکستاني چارواکو په کلکه وغواړي چې په دې برخه کې دې لمړی د کابل او پښتنو حقوق تثبیت کړي.
په درېیم قدم کې باید رښتینې رسنۍ عامه پوهاوی وکړي، تر څو خلک په هغو ستونزو خبر شي چې د پاکستان لخوا ورته متوجه کیږي.
هغه خلک چې د لوی افغانستان چیغې وهي، همدا یې تر ټولو ښه وخت دې چې خپل غږ پورته کړي، ځکه پاکستان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پښتنو حقوق خوري.
که دا او دې ته د ورته ستونزو او اقداماتو مخه ونه نیول شي، نو څو کاله وروسته به موږ بیا په قانوني او حقوقي ډول د خپلو ارزښتونو د راخپلولو حق هم ونه لرو.
له دې سربیره موږ ته په کار دي چې په هغه ویب پاڼه کې ګډون وکړو چې د خلکو اعتراضات ثبتوي او دا اعتراضات بیا وروسته له نړیوالو ارګانونو سره شریک کیږي تر څو په پاکستان فشار راوړي چې له دې موضوع لاس واخلي
همدا ډول په فیسبوک کې هم د (( داسو اباسین )) پاڼه شته چې کولای شو خپل نظرونه او له دې برخې پيداکیدونکي کواښونه او خطرونه یو له بل سره شریک کړو.
دا هم د پاڼو پتې دي ستاسو د مرستې په هیله
https://www.facebook.com/DasuAbasin
http://www.change.org/petitions/world-bank-please-don-t-support-dasu-dam-construction-project?share_id=bPYMPDfoZT&utm_campaign=share_button_action_box&utm_medium=facebook&utm_source=share_petition
ماخذونه:
بیلا بیلې ویب پاڼې او شخصي مرکې