دجمهوري ریاست له مطبوعاتي دفتر څخه: د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د کویټ هېواد د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي ” خلف بوظهیر ” باور لیک نن د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په هغوکې د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد عثماني هم حضور درلود، د هېواد جمهور رئیس او د افغانستان لپاره د کویټ هېواد نوي نااستوګن سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.
د کویټ هېواد نوي نا استوګن سفیر دخپل هېواد د امیر او صدراعظم سلامونه او نېکې هیلې جمهوررئیس کرزي ته و رسولې، او ډاډ یې څرګند کړ چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه وکړي.
جمهور رئیس حامدکرزي د کویټ هېواد نوي سفیر ته په افغانستان کې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
همدا راز د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د پانګې اچونې د لازمو فرصتونو د شتون په باب ښاغلي “خلف بوظهیر” ته معلومات ورکړل او له ده څخه یې وغوښتل چې کویټي پانګوال وهڅوي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه