د بنو په تاجزۍ سيمه كي پوليسو د يوه موټر د پلټني پر مهال يو تن له ۸۴۰ كيلوګرامه بارودو سره نيولئ دئ.
پوليس وايي دغه كس غوښتل بارود د قبايلو آدم خېل درې ته انتقال كړي، چي هلته د وسلو په جوړلو كي كار ځني واخلي.
د پوليسو په وينا د دې كس په اړه دوى ته له مخكي لا خبر رسېدلئ وو، خو د موټر له چلوونكي څخه يې هم تحقيقات شروع كړي دي.
آدم خېل دره د پښتو قبايلو هغه سيمه ده چي له پوپنچې او توپك نه نيولې تر توپ او توغنديو پوري هر راز پرمختللي وسلې او ماينونه پكښي جوړېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه