(يادونه: په هغه شېبه چې دا رپوټ د ٢٠٠٨ کال د اپرېل پر ٢٧ پر بي بي سي راډيو خپور شو، له کابله مې يوه همکار په اېس اېم اېس کې راته وليکل:
“دا دى ولسمشر کرزي فرمان ورکړ چې يو کميسيون دې د داودخان او د هغه د کورنۍ د غړو د هډونو د موندلو له پاره وگومارل شي.”
د بي بي زهرې نعيم د زړه آرمان پوره شو: د افغانستان د لومړي ولسمشر او د کورنۍ د غړو هډونه څرخي پله ته څېرمه په يوه ډله ييز قبر کې وموندل شول. بي بي زهره هم اوس وفات شوې، خو دوعاوې به يې تل د ولسمشر حامد کرزي د لارې ملې وې چې د هغې او د گڼو افغانانو د زړه آرمان يې پوره کړ او خپل درنښت يې وښود.
پر وطن بيا داسې تباهي را مه شه).
دادى زما د هغه رپوټ بشپړ متن له سريزې سره:
له ولسمشر داود خان سره د غويي د اوومې په کودتا کې د دۀ د کورنۍ په لسګونو کسان ووژل شول
د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داود د برخليک په اړه چې د ثور پر اوومه څه پرې راغلل، ډېرې خبرې شوي او بېشمېره کتابونه ليکل شوي.
خو يو يې هم ښايي د ارزښت له پلوه هغه څه ته ونه رسېږي چې د ده خپله وريندار يې وايي.
ميرمن زهره د داودخان تر وژل کېدو څو شېبې دمخه په ارګ کې له هغه سره وه او تر وژل کېدو وروسته يې د هغه او د کورنۍ د غړو مړي په خپلو سترګو ليدلي دي.
مېرمن زهره اوس په لندن کې د زړو خلکو په يوه پالنځي کې شپې تېروي.
داود جنبش د زهرې خاطرې اوريدلي دي او داسې يې يادوي:
په لومړي سر کې به څوک تصور هم ونه کړي چې دا د افغانستان د وروستي پاچا خور او د لومړني ولسمشر وريندار ده.
دا د لندن له نورو بېوسه زړو سره يو ځاى په يوه پالنځي کې اوسي، خو ددې خونه تر هغو توپير لري ځکه چې ټوله د سردار محمد داود او د دې د خپل څښتن محمد نعيم په عکسونو او يادګارونو ډکه ده. دلته د افغانستان د نژدې يوې پېړۍ خاطرې خوندي دي، چې تر ټولو ويرجنې يې په دېرش کاله مخکې پورې اړه مومي.
زهره نه غواړي چې عکس يې واخيستل شي، د غږ له ثبتولو سره هم جوړه نه ده، خو د ثور د اوومې نېټې د غملړلې پېښې نکل په لېوالتيا سره کوي:
هغه وايي:
” په هغه ورځ، نعيم خان نه و. لوڼې مې په کور کې وې او لمسيان ښوونځيو ته تللي وو. زه مې د وېښتانو د جوړولو له پاره وتلې وم چې يو افسر راغى او په بيړه يې ارګ ته وغوښتم. موږ د داود خان له بچو سره يوځاى ګلخانې ماڼۍ ته ورغلو.
داود خان په خپل دفتر کې له چاسره پر ټېلېفون خبرې کولې. هلته کېناستو. په دې کې…. الوتکو له پاسه د بمونو غورځول پيل کړل. دا حالت تر ماښامه روان و. چې بمبارد زور واخيست، داود خان وويل: ځئ لاندې ولاړ شئ.
د وتلو پر مهال، د ګلخانې د وره له خوانه ډزې پيل شوې. فکر کوم دا د ارګ دننه د خلقيانو او پرچميانو ډزې وې. په دهليز کې د داود خان لور زرلښته او لمسۍ يې غزال چې اته کلنه او د عمر لور وه، ټپيان شوي وو. هغوى يې بلې خونې ته راوړل. زما لمسۍ– ديارلس کلنه صفورا پر ټټر لګېدلې وه، د داودخان زوم- نظام وويل چې ضعف يې کړې دى، نوره ښه ده، خو چې ويې ليده نو مړه شوې وه. زما د سترګو په وړاندې مړه شوه.”
او د غېږې کوچنيان هم خوندي نه وو:
” شيما – چې د سردارصاحب (داود خان ) نږور او د وېس مېرمن وه، دوه بچيان يې په غېږ کې نيولي وو او ديوال ته يې تکيه کړې وه، کله چې موږ راووتو دوى په ګولۍ لګېدلي وو. له خپلو بچو سره يو ځاى درېواړه شهيدان شوي وو”.
له زهرې نه مې هيله وکړه چې دا خبره يې ثبت کړم چې ددې په خپل غږ راشي، پورته يې راته وکتل او د هو سر يې وخوځاوه.
نور نکل يې داسې اوږد کړ:
” زما او د نعيم خان لور زرمينه، د داود خان خور عايشه چې معيوبه وه او په ګاډي کې به ګرځېده، د داود خان مېرمن زينب چې زما خور وه او لوڼې يې – شينکۍ او زرلښته داودخان ته ورغلل او څنګ ته يې ودرېدل. دا صحنه مې پخپله نده ليدلې، خو راته وويل شول چې په دې وخت کې داود خان ته له لېرې نه غږ کېده چې تسليم شه. هغه ورته په ځواب کې وويل چې له خپل خداى پرته چاته نه تسلېمېږي.
په همدې وخت کې دډزو غږ شو: داود خان، نعيم خان، زينب، شينکۍ، د داود خان درې واړه زامن: خالد، ويس او عمر او دغه راز نظام – د شاه محمود خان زوى – دوى ټول ځاى پرځاى همدغلته ووژل شول. (کودتاکوونکي) وروسته په موږ پسې راغلل او ويل يې چې ځئ له دې خونې نه ووځئ او که نه نو د کوټې چت درباندې رالوېږي.
د وتلو پرمهال مې وليدل چې د داود خان، نعيم خان او نورو مړي پراته دي. زه هم په پښه لګېدلې وم. موږ څو تنه يې وروسته روغتون ته بوتلو.
لس ورځې يې دلته وساتلو او بيا يې محبس ته بوتلو. دوه تنه – د نعيم خان لمسۍ – خورشيد او توران چې د سردار تيمور شاه زوى و، په روغتون کې وساتل شول. د داود خان يوه نږور – ګلالۍ چې د عمر مېرمن وه، اووه ډزه لګېدلې وه، خو ژوندۍ پاتې شوه. ”
له زهرې نه مې وپوښتل چې د د اود خان د خولې وروستي ټکي يې په ياد دي؟
هغې بې له ځنډه وويل: هو. نکل يې پيل کړ. خو ما ودروله. نه… خير دى، په خپلو ټکو يې راته ووايه. او هغې بيا زړه نازړه موافقه وکړه:
“کله چې هغوى راغلل او لټول يې کول، زه د خپل مېړه څنګ ته ناسته وم. پښه يې په ګولۍ لګېدلې وه. ما نه غوښتل چې ووځم خو خپله سردار صاحب (يعنې داود خان) وويل چې ځئ، ووځئ. ولاړو او په هغه بله خونه کې کېناستو، نور نو بيا نه يو پوه شوي”.
زهره وايي چې د کورنۍ شاوخوا اويا غړي يې د ثور پر هاغه باراني ورځ ووژل شول. او پوښتي چې دېرش کاله وروسته اوس داسې څوک شته چې د دوى او د هيواد د لومړني ولسمشر د ښخېدو ځاى ومومي او زيارت پرې جوړ کړي.