کندهار پوهنتون د اروپايي پوهنتونونو د اتحاديې له لوري د سيمي په سطحه د فعالو پوهنتونونو جايزې ته کانديد و، چي په سيمه کي هندوستان، سريلنکا، نيپال، پاکستان او ايران غوندي هېوادونه راځي.
د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل په هغه خبري ناسته کي چي نن تر غرمې مخکي د ولايت مقام په مطبوعاتي مرکز کي جوړه سوې وه، د خپلو کالنيو لاسته راوړنو او د راتلونکي پلان؛ رسنيو ته وړاندي کړ.
ښاغلي توتاخېل وويل، څه وخت مخکي د اروپا د پوهنتونونو اتحاديې بلنه ورکړې وه، تر څو په هغه غونډه کي ګډون وکړي، چي د سيمي په سطحه فعال پوهنتون ټاکي. هغه وايي، يوازي کندهار پوهنتون دې جايزې ته کانديد و، خو بدبختانه يې د مالي ستونزو له امله ونه سواى کولاى چي په غونډه کي ګډون وکړي. هغه زياته کړه، اوس رسماً د يادې اتحاديې له لوري بيا بلنه ورکول سوې چي په ايټاليا کي يوه بله داسې غونډه جوړېدونکې ده او کندهار پوهنتون ورته کانديد دى.
توتاخېل وويل، کندهار پوهنتون له ٢٣ کلونو راهيسي فعاليت کوي، ١١ پوهنځي، ٦ زره محصلين او ٢٠٠ مدرسين لري، ادري پرسونل يې ٢٥٤ تنه دى، د پوهنتون رئيس، درې مرستيالان او ١٤ نور رئيسان لري. هغه زياته کړه، ټول پوهنتون ته يې انټرنيټ فعال کړى، هر محصل کولاى سي، انټرنيټ وکاروي، خو دوى يوه بله پروژه هم تر لاس لاندي لري چي له مخي به يې په ټول پوهنتون کي وايرليس انټرنيټ فعال کړي.
نوموړي زياته کړه: “په پوهنتون کي درې تنه د دوکتورا او ٥٦ تنه د ماسټرۍ لپاره لرو. فعلاً ٢٩ تنه په بهرنيو هېوادونو کي په تحصيل بوخت لرو او ٢٨ نور محصلين به هم خارج ته ډېر ژر ولېږو. د مرکزي کتابتون ودانۍ په درو پوړو کي جوړه سوې، ميډيا سېنټر مو جوړ کړى، سي سي اى موسسې تر ٨٠ زره ډالرو په زيات لګښت د فوټبال لوبغاړى جوړ کړى. د امريکا اريزونا پوهنتون موږ ته ١٦٧ کيلوواټه انرژۍ په درلودلو سره سولر تختې راکړي، چي تقريبي ارزښت يې څلور لکه ډالر دى، که برېښنا ونه لرو، له دې به استفاده کوو.”
نوموړي د خبرو په دوام وويل، د اقتصاد پوهنځي لپاره په درو پوړو کي د يوې ودانۍ د جوړېدو چاري دوام لري، چي ډېر ژر به بشپړه او ګټي اخيستني ته وړاندي سي او دغه ډول د يو شمېر نورو ودانيو د جوړېدو چاري دوام لري.
توتاخېل زياته کړه: “په راتلونکي کي د استادانو د ظرفيت لوړو پلان لرو، د ځينو ډيپارټمينټونو لپاره د ودانيو د جوړېدو پلان سته، په مجموع کي موږ ډېر وسيع پلانونه لرو. سږ کال دوه سوه دوه پنځوس زره دري دېرش کسانو د کانکور ازموينه ورکړې، خو له جملې يې ٢٢٨٩٠٨ تنه لوړو او نيمه لوړو زده کړو ته بريالي سوي دي.”