زموږ سياسي سرنوشت تر ډيره حده د منطقې او نړۍ د سياست سره گنډلى دئ.
نن أمريكا، د يوه بې رقيبه پهلوان په توگه، په منطقه كي د روسيې، چين او تر يوه حده ايران څخه خار خوري. أمريكا د خپل قدرت و ساتلو ته دوې لاري لري
١- په منطقه كي خپل رقيبانو زموږ له خاوري وڅاري/خپل زور ورښكاره كړي
٢- رقيبانو ته زموږ پر خاوره اور بل كړي او پخپله …. وكاږي كړي
نو كه يې پر اول آپشن سلا سوه د ډأكتر اشرف غني ملا به ور تړي او كه يې دوهم آپشن خپل په گټه وباله داكتر عبدالله به را دمخه كوي
اوس نو، تر ډېره بريده، خبره په دې اړه لري چي أمريكا او أمريكا-گنۍ څه غواړي. د قراينو څخه (مثلاً: د أوباما تازه سفر او چين په خار وهل، او و پوتين ته د جان كيري له ورستۍ خوشكي) داسي ايسي چي امريكا غواړي دلته په قوت پاته سي.
پداسي حالت كي څنگه په افغانستان كي، چي ١٣ كاله يې په ډالرو او وينو د ځان د گټي د پاره ساتلى دئ، د ايران په شمول د خپلو نورو سيالانو د لاس اله (عبدالله) واك ته ورسوي؟
د بشري علومو، چي سياست يې هم يوه برخه ده، غضب دا دئ چي مطلق قوانين نه لري يعني ٢جمع ٢ حتماً ٤ كيږي نه. ځكه نو سړى دقيق پيشبيني نه سي كولاى.
خو دا په هيڅ توگه په دې مانا نه چي ولس دي نو لاس تر زنه كښيني. دنيا دي خپل كار كوي، موږ به خپل.
خداى ج دي گران افغانستان راوساتي.
ن. ريشا