یو خبریال له مهاتما ګاندي نه وپوښتل: ګاندي جي مهرباني وکوئ ووایئ چې مسلمانان درباندې ګران دي که هندوان؟
ګاندي: مسلمان مې کیڼ لاس دی، او هندو مې ښي لاس.
خبریال: آیا دا توپیر او تبعیض ندی چې مسلمان ته دې کیڼ لاس وویل؟
ګاندي: دا ځکه چې کیڼ لاس زړه ته نږدې دی!
داسې انګېرل کېږي چې مولانا ابو کلام آزاد او یا کوم بل چا ګاندي ته وویل چې قرانکریم یو ځل ولوله… ویل کېږي چې ګاندي پرته له ځنډه د قرانکریم لوستل او مطالعه پیل کړه… ښایسته موده وروسته یې ترې وپوښتل چې ګاندي جي د قران شریف لوست دې پای ته ورساوه؟
هغه ورته وویل چې هو قران شریف مې ولوست، خو ډېر خپه او خواشینی شوم.
پوښتونکي په هیښتیا او حیرانتیا وپوښتل چې ولې؟ ګاندي ځواب ورکړ چې باید د مخه مې لوستی وی!
افغانستان اوس یو مسلمان ګاندي ته اړتیا لري، نه هغسې مسلمان ته چې د “سلمان رشدي” په څېر مسلمان وي.
افغانان هغه “افغان رشدي” نه غواړي چې د افغانستان له نوم سره یو نه پخلا کېدونکی دریځ ولري. افغانان هغه “سلمان رشدیګان” نه غواړي چې افغانان “افغانستانیان” ګڼي.
افغانان هغه “افغانستاني” پاکستانی ګڼي چې دراني احمدشاه ته “ډاکو” وایي، خو کله چې خبره د دوي ناولي سیاست ته راشي بیا خپلو توغندیو ته د ابدالي، غوري او غزنوي ویاړلي نومونه ډالۍ کوي.
مونږ هغه “افغانستانی” ایرانی هم نه غواړو چې په پردیو رسنیو او خپرونو (لکه کیهان ورځپاڼه) کې دعوه کوي چې “افغانستان یک نام جعلي است.”
مونږ هغو افغانستانیو ته د شک په سترګه ګورو چې “سبا” شوی نه وي، او “بانګیان” یې بې وخته آذانونه کوي… او وایي چې پرته له فدرالي سیستم نه افغانستان نه ودانېږي.
هغه څوک چې د افغانستان نوم نه مني او بیا غواړي چې افغانستان کې د واک او ځواک څښتن شي، او یا د واکمنو کسانو په لمنه کې د چوکیو او مقامونو خوبونه ګوري.
هغه څوک چې د ویاړلي افغانستان درانه نوم ته سپکاوی کوي، او بیا یو شمېر په پیسو او وسلو مین له خپلو “هسکو” شملو سره راځي او د داسې کسانو تر بیرغ لاندې، او یا یې په اوږو سپروي، او ورته وایي “ژوند، ژوند، ژوند”
زه په داسې افغانانو غږ کوم چې که اوس هم راویښ نه شوئ نو بیا د اسرافیل په شپېلۍ هم له دغه درانه خوبه نشئ پاڅېدلی.
ختیزپېژندونکي او تاریخپوهان د افغانستان درانه نوم ته د درناوي سر ټیټوي:
وراها مهرا Varaha Mihra په خپل نامتو کتاب بهریته سنهیته Bhrita Sanhita د اوسني افغان نوم ته ورته نوم له نن نه ۱۵ پېړۍ د مخه یاد کړی دی.
فرانسوي تاریخپوه موسیه فوشه په خپل کتاب “ټکسلا ته د هند او باختر زړه لار” کې هم دې ته ګوته نیولې ده، چې د “افغان” په تړاو د میهرا څرګندونې تاریخي ارزښت لري.
د ایران د شېراز په نقش قدم کې د شیکاګو د ختیزې موسسې د لرغونپوهانو یوې ډلې د هغه ځای په ډبرلیکونو کې یو داسې ډبرلیک وموند چې په دوه ژبو (پهلوي اشکاني=پارتي) او یوناني پرې کښل شوي ول. د دې ډبر لیک د لیکلو نېټه، چې د زرتښت د لمانځنې په دېوال لیدل شوې، د ۲۶۰ ز کال نه تر ۲۷۳ ز کال پورې اټکلېدلی شي… د دې ډبر لیک په دویم بند کې د پشکاپور Pashkabur د ښار نوم د کوشان خساتر Kushan Khsatr یانې د کوشاني هېواد د ختیزې کرښې د پولې په توګه یاد شوی دی. دغه ښار د یوناني کسپاپودوس، د چیني هېون څنګ د پو-لوـ ـشاـپوـ لو، او د اسلامي تاریخپوهانو له پرشاپور، پرشاور (پېښور) سره یو بلل کېږي.
د همدې ډبر لیک په شپږمه برخه کې د شاپور د واکمنۍ (لومړی شاپور ۲۷۳ز مړ) په موهمو کسانو کې د “وینده فون ابګان زرمود” نوم یاد شوی دی. سپرنګ لونګ Sperng Ling د لومړي ځل لپاره د غه ډبرلیک ولوست، او ویې ویل چې د غه “ابګان” همدا اوسنی افغان دی.
سر اولف کېرو په ډاګه کړې ده چې ابګان په اپګان او افغان بدلېدل شونی دی.
د المان یو تاریخپوه “دیوستي” او د ده په څېر نورو انګېرلې ده چې که چېرې افغان د صفت له مخې یوه اوستایي کلمه وګڼو نو مانا یې مرسته کوونکی، لاسنیونکی، مېلمه پال او تورزن دی.
سر اولف کېرو د ساسانیانو په دربار کې د درانیو او یوسفزیو یادونه هم کړې ده.
فردوسي په شهنامه کې دوه ځایه د اوګان نوم ذکر کړی دی. ابوریحان البېروني، ابو فضل بیهقي، منهاج السراج خاقاني او نورو د افغان نوم یاد کړی دی.
بختیان نفس من که جرس دار شوند — از دهان جرس افغان خراسان یابم
پخوا تر دې چې د افغان کلمه پښتو ادبیاتو ته لاره پیدا کړي په حدودالعالم (۹۸۲ ز کال ۳۶۱ ل کال)، تاریخ یمیني، اداب الحرب والشجاعه، طبقات ناصري،، تاریخ ګزیده او نورو کې د افغان نوم یادونه شوې ده.
په پښتو ادبیاتو کې ان له لرغوني ادبي پېر نه راواخله تر منځني ادبي پېر پورې د افغان کلمه په وار وار راغلې ده.
دا چې د افغان کلمه د څرګندو لاسوندونو او نښو نښانو له مخې لرغونی تاریخ لري، دا دی د همدې نوم له تړاوه زمونږ د هېواد نوم هم افغانستان دی. د افغانستان هر وګړی چې د افغانستان په جغرافیه کې استوګن دی موږ هغه یو افغان ګڼو، په لاس کې د پنځو ګوتو، او په مخ کې د دوه سترګو په څېر ورته ګورو.
که چېرې اوس یو شمېر د پردیو په لمنه کې روزل شوي ځانونه افغانان نه ګڼي دا د دوي سپیتانه ده، او کنه مونږه ټولو ته که هغه د هرې ژبې، د هر مذهب، او هرې سیمې اوسېدونکي دي ټول په خپلو کې وروڼه دي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې، لومړی زمونږ په ګاونډ ایران او پاکستان کې ډېر قومونه شتون لري، خو د خپل هېواد په نوم ویاړي.
په ایران کې مېشت قومونه د پارسي، کرد، لر، ارمني، ترک، آذری، ترکمن، بلوچ، عرب، آسوري، او یهودو په ګډون ۵۳ لوی او واړه قومونه ودان دي، او ټول ځانونه ایرانیان ګڼي.
پاکستان چې د انګرېزانو د نخشې له مخې په پردۍ ځمکه ودان شو د قومونو شمېر یې لسګونو ته رسېږي. په هندوستان کې بیا همدغه شمېره سلګونو نه آوښتې ده. د تاجکستان په څېر یو واړه هېواد کې د روسانو په ګډون ۱۱ قومونه استوګن دي. همداسې راواخله ازبکستان، ترکمنستان او نور هېوادونه. خو دوي ځانونه په توکمیزو ناندریو کې ښکېل نه ګڼي.
اوس چې په ګران هېواد افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو بهیر روان دی، هر هغه افغان چې ځان افغان ګڼي، او د افغانستان ملي یووالي ته ژمن وي باید هغه چاته رایه ورکړي چې ځان “افغانستاني” نه ګڼي، یا یې “افغانستانیانو” له ګرېوانه سر نه وي راایستلی، او د افغانستان ویاړلي او منلي نوم ته په درنښت ګوري.