کور / خبرتیا او پيغامونه / دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام

دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دپښتو ژبې او ادب يو وتلي
ليکوال ،پالونکي اوخدمتګار نصيرالله مومند دورپېښې ناروغۍ له امله له دې
فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
اناالله وانااليه راجعون
نصيرالله مومند له هغو ځوانانو څخه و، چې د لسګونو ليکوالو کتابونه يې په
خپل لګښت چاپ کړي دي چې ټول يې منندوى دي. په ننګرهار کې يې کتاپپلورنځى
درلود چې د ادبي بنډار مرکز هم و ،نصير مومند دپښتو ژبې هغه خدمتګار وو
چې تل به يې افغاني ټولنه په ياد لري او دپښتو ژبې او ادب په تاريخ کې به
يې نوم ژوندى وي.
زه دخوست ولايتي ادارې او کلتوري ټولنو په استازيتوب خپل دژورې خواشينۍ
او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ ،دوستانو ،دهېواد ليکوالانو ،دادب
مينه والو ته وړاندې کوم ،دنوموړي مړينه يوه لويه ضايعه بولم ،ارواښاد ته
دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر غوښتنه کوم.
عبدالجبارنعيمي
خوست والي