کور / تازه خبرونه / د وسلو د نيولو ادعا وسوه

د وسلو د نيولو ادعا وسوه

د کندهار ملي امنيت رياست د عملياتو پر مهال په ژېړۍ ولسوالۍ کي د وسله والو د وسلو او مهماتو يو لوى پټنځاى کشف او په زياته اندازه وسلې يې ورڅخه ترلاسه کړې.
ياد عمليات د ملي امنيت د منسوبينو له لوري د تېري اوونۍ په اوږدو کي د ژړۍ ولسوالۍ د سياچوى کلي په مربوطاتو کي ترسره سوي، چي په پايله کي يې د وسله والو د وسلو او مهماتو مهم پټنځاى کشف کړى.
ملي امنيت رياست د وسله والو د وسلو له پټنځايه ١٩ صندوقه د ثقيل ماشيندار مرمۍ، ٤ صندوقه د کلاشينکوف مرمۍ او ١ ميل خفيف ماشيندار لاس ته راوړي دي. وسله والو ترهګرو له يادو وسلو او مهماتو څخه د تخريبي او ټروريسټي فعاليتونو پر مهال کار اخيست.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.