په لغمان کې پنځلس زره (۱۵۰۰۰) کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کشف او ونیول شول.
هغه عملیات چې د لغمان د ملي امنیت ځواکونو له لوري د مرکز اړوند د ده ملخ په سیمه کې تر سره شول، د بلوک جوړونې په یوه فابریکه کې ۱۵۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي چې د سیمنټو په بوجیو کې ځای پر ځای شوي ول، کشف او ونیول شول.
د نیول شویو چاودېدونکو توکو سره یو ځای دوه تنه تورن هم د ملي امنیت ځواکونو له لوري نیول شوي دي چې دا مهال ترې پوښتنې ګرویګنې روانې دي.
په دې اړه خپله کومي ډلي تر اوسه څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه