ځينې خلک د قلم پرځاى ټوپک غواړي هغه څوک چې د ټوپک څخه په زړه کې نفرت او ويره لري تل غواړي چې د دغه بدمرغه او انسان وژونکي وسيلې څخه لېرې وګرځي، خو بيا هم ځينې وختونه داسې راځي چې د مجبوريت له وجې ورسره ملګرتيا وکړي دا کار هغه وخت ترسره کېږي چې د ژوند ټولې لارې ورپسې بندې شي.
مشهور متل دى وايي چې څوگ ډېر په تنګ شي نو په جنګ شي هغه څوک، چې حوصله لري صبر کوي د هغې ملګرى خداى (ج)دى .
کوم چا ته چې خداى (ج) اويا (٧٠ ) ځلې په قهر شي نو هغه کس بيا په خون او يا زنا اړوي موږ او تاسې تل په خپلو کليو ، بانډو او سيمو کې ډېرى داسې خلک ليدلي دي چې تل د بل په بدو کې خپل خير لټوي.
او تل د دې په لټه کې وي چې څه ډول به د خپل ګاونډي ښه ژوند نا ارامه کړم او څه ډول به وکړاى شم چې له بېلا، بېلو ستونزو او ننګونو سره يې لاس او ګريوان کړم ، داسې نه ده لکه څه ډول چې د غه ناپوهه شخص د ځان سره فکر کوي ځکه چې خداى (ج) په قران عظيم الشان کې فرمايلي دي چې د يو انسان عزت او زلت زما په لاس کې ده چاته چې عزت ورکوم څوک يې بې عزته کولاى نه شي او چاته چې ذلت ورکړم څوک يې عزتمند کولاى نه شي.
موږ او تاسې په اکثره پښتنو سيمو کې د غرونو ، څړځايونو او شخصي ځمکو (جايدادونو) پر سر د پردو په اشاره جنجلو نه او شخړې دي.
دغې غلطې پديدې نه يوازې همدا مېړانی قوم په خپلو کې ويشلی بلکې ډېرځلې يې د دوى ترمينځ اوږد مهاله تربګنۍ او قومي سختې تاريخي ننګونې هم رازيږولي دي چې په همدې سبب دغه ستر مېړاني قوم دتلپاتې بربادۍ په لور تللای خپل رېښتني دښمن تر ورک او په خپل ورور پسې يې راخېستي ده .
په دې ډول کړنو سره همدې قوم نه يوازې خپل نوی نسل څو کاله شاته پرېښودلی دی بلکې دښمن ته يې هم د دې چانس په لاس ورکړی دی څو د دوی له خپلمنځي جنجلونو ستره او وړ ګټه پورته کړي او دې پتمن اولس ته د ټوپک په خوله ځواب ورکول ور زده کړي .
زموږ په ټولنه کې يو ډول شخصيت وژنه ، د بل ښه ژوند نه زغمل ، ناپوهۍ داسې تورې تيارې خوارې کړې دي او هم په فکري لحاظ په ټوله ټولنه کې د وګړو لپاره يو ډول مايوسي خواره کړې ده.
د دا ډول کړنو چې لوى لامل کرځيدلې هغه د اوسني وخت ځينې خود غرضه او ځان غوښتنونکي ناپوهه مشران دي چې تل د بل په وينو يې خپل فاميلونه ساتلي دي او هم اوس د بل په وينو خپل اولادونه ساتي.
ځينې داسې مشران په ټولنه کې شتون لري او هم په قومي شخړو او لانجو کې ښکېل دى په خوله وايي چې موږ يو تربله د روغې او جوړې حل لارې او چارې لټوو بلکې دغه خبره د دوى برعکس ده ځکه چې ديوې ورځې مشکل په مياشتو کې نه حل کوي او د مياشتې مشکل په کالونو کې نه حل کوي علت يې دا دى که چېرې دوى په خپله سيمه کې مشکل حل کړي نو بيا د دوى ګټه په کې ورکه شوه اوس داسې وخت رارسيدلى دى، چې هرڅوک ګټه کوي او تر خپلې ګټې پورې ملګرى دى .
زما په نظر که چېرې پر قومي جوړښتونو او همداشان په پخوانيو قومي دودونو او رواجونو باندې هغه مشران چې خير غوښتونکي دي او هم يې په خپله ټولنه زړه بديږي همداسې چوپ پاتې شي د دى پرځاى چې کليو او قومونو کې دښمنۍ ډېرې شي بلکې کور په کور ګاونډيتوب به له منځه ولاړشي اود ښه ژوند د تيرولو پرځاى به دښمنۍ ، ناوړه پېښې او داسې ناروا کړنو ته به لاره هواره شي چې بيا به يې په ټولنه کې سارى نه ليدل کېږي.
مشران بايد د ځوان نسل او د خپلو اولادونو د ښې روزنې په لټه کې شي ځکه چې که چېرې دوى خپلو اولادونو ته د قلم پرځاى ټوپک په لاس کې ورکړي ثمره به يې څه وي موږ او تاسې په دې پوهيږو چې قلم په ټولنه کې څه کوي او ټوپک چا چې د ټوپک سره ملګرتيا کړې ده ورځينۍ ژوند يې څه تيريږي او چا چې د قلم سره ملګرتيا کړې ده د ورځيني ژوند له شيبو څخه څه ډول خوند اخلي.
ځوان نسل ته په کارده چې دوى د ټوپک پرځاى قلم او کتاب تر خپلو ګوتو کړي او تل يې د ځان سره ملګرى وساتي ترڅو د هېواد نور له هرډول بدبختيو څخه په امن کې شي.
زما په نظر يوازې د ښو زده کړو پر اساس په يو شخص باندې په خپله ټولنه حساب کولاى شو ، ترڅو همدغه پاتې ټولنه دعلم په ډيوه وپوسلي او همدغه پاتې ټولنه دنوروپرمختللو ټولنو سره سيال کړ ي .
علم ديو داسې چېراغ حصيت لري ،چې څومره يې مصرف کوې يا څومره ،چې کار پرې کوې د ى په همغه ډول ورسره نوره پراخيږي او رښانه ييې زياتيږي يوازېنې علم دى ،چې له مصرف کولو وروسته ډيريږي .
اوس موږ او تاسې په خپله ټول دغه قضاوت کولا ى شو،چې ټوپک بهتر دى او که کتاب او قلم په ټوپک سره زموږهېواد ويجاړيږي اوله ډول ډول بدبختيو څخه برخمن کېږي په دې وخت کې موږ ته په ډک معلومه شوه ،چې يوازې او يوازې پرمختک ، سوله ، امنيت ، ورورولي ، سوکالي ، اتفاق اود ټول افغانانو يو موټى کېدل د کتاب او قلم پرمت په اسانۍ سره کېداى شي ،چې دټوپک څخه نفرت ، وېره په زړونو کې راولو او په خپلو ځانونو باندې دکتاب او قلم پېرزوينې لوى نعمت ولوروو .
قلم او کتاب پرمختګ او ترقي ده ټوپک دښمني ، ورور وژنه او تباهي ده.