دزابل امنیتي چارواکي په مرکز کلات کې دتلاشي پرځنځیر دلسګونو ګیلوګرامه نشه يې توکو خبرورکوي، ددې ولایت امنیه قومندان وايي چي یاد نشه يې توکې تاریاک په یوه ۳۰۳ ډوله موټر کې ځای پرځای سوې او ورسره په تړاو يې یوتورن کس هم نیول ده
نورحال دزابل څخه داحمدولی سرحدي په راپور کې:
دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي نن سهار دمرکز کلات اړوند دخرواریانوپه سیمه کې دتلاشي پرځنځیر دنشه يې توکو په وړاندي دمبارزې پولیسو په یوه ۳۰۳ ډوله موټر کې دپلټنوپرمهال ۷۰ کیلوګرامه تاریاک ونیول.
امنیه قومندان وايي دیادو نشه يې توکو سره يې په تړاو یوتورن کس هم نیول ده چي ترځیړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپیژندل سي او دنوموړي په خبره دنشه يې توکو په وړاندي يې سخته مبارزه پیل کړې او په تیره یوه میاشت کې يې څه باندي ۱۰۰۰ کیلوګرامه نشه يې توکې نیولي.
په زابل کې امنیتي چارواکي پداسي حال کې دنشه يې توکو په وړاندي دمبارزې خبره کوي چي اوس پدې ولایت کې دامنیت دټینګښت ترځنګ ددې ولایت دملي پولیسو لخوا په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندي ۵ ټنه نشه يې توکې نیول سوې دي.