کله کله به مې کابل کې وخت نا وخت سپوږمۍ راډيو اورېدله نوکوم وخت به چې دا بيت په کې راغی: که هر څه رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه ◌ په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی. د دې بيت له اورېدو به مې ډېر خوند اخيستو او مزه به يې راکوله، او ډېر ه زياته اغېزه به يې را باندې کوله، د بيت اورېدلو به په خيالونو او سوچونوکې ډوب کړم. او فکر به راسره پيدا شو چی ولې افغان وګړي د څو لسيزو راهيسې په سياسي، قومي، ژبني، مذهبي او بې مفهومه تبليغاتو کې ډوب دي؟ او تر کومه پورې به د پرديو لاس وهنې زمونږ په ټولنه کې دوام لري او افغان وګړي به په يوه نامه او بل نامه وژل کېږي. او ترڅو پورې به دا قتل قتال دوام لري، او همدارنګه ترڅو به د افغان ټولنې سياسي، ټولنيز، اقتصادي او نظامي بسټونه له منځه ځي، نو له ځان سره به مې ويل چې که چېرې سيمه ايزو او نړيوالو هېوادنو ته فکر وکړو په هر هېواد کې په سلګونو ټبرونه، مذهبونه، ژبې او نژادونه شته دي خو دوی بيا هم په دې بې مفهومه بېمارۍ نه دي اخته، د بېلګې په توګه هندوستان کې له ۵۰۰ نه زياتې ژبي او له ۳۰۰ نه زيات قومونه شتون لري، حتی په ديني او مذهبي لحاظ يو له بل سره توپير لري، خو بيا هم په هندي ټولنه کې دومره قومي،ژبنې او مذهبي تعصبونه نشته لکه څومره چي په افغاني ټولنه کې موجود دي ، برسيره پردې چي د افغانانو دين يو، کلتور يو، نژاد يو، حتا ويلاي شو چی ژبه مو هم يوه ده، خو بيا هم په دې بې مفهومه او بې ځايه تعصباتو کې غرق يو. د ا ټولو ته روښانه ده زمونږ ټولنه کې دا بې ځايه تبليغات د يو څو لنډه غرو له خوا په مخ وړل کيږي، تر څو د افغانانو ملي احساس له منځه يوسي او د خپلواکۍ روحيه يې ضعيفه کړي.
لکه څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د دې لنډه غرو له لاسه زمونږ ګران هېواد افغانستان په دې ورستيو لسيزو کې د يو زيات شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، چې په دومداره توګه يې په افغاني ټولنه کې بې شمېره کړاوونه، ستونزې، غمونه، لوږه، تنده او همدارنګه قتل او قتال جوړ کړی دی، چې دغه دردناکه واقعيتونو زمونږ په ټولنه کې جهالت، بربريت او انساني ضد کړنو ته وده ورکړه، او بلآخره يې افغاني ټولنه تل وروسته پاتې، د جهل تورو تيارو ته ورټېل وهلې، د افغانانو فردي او تولنيزه روحيه يې ضعيفه او تجزيه کړې ده؛ او زمونږ د ټولنې دود، کلتور، عنعنه او ټولنيزې اړيکې يې زيانمنې کړې او په نتيجه کې يې افغاني ټولنې ته مختلفې ستونزې راپيدا کړې لکه په قومي، ژبني او مذهبي تعصبونو يې اخته کړل .
د تاريخ په اوږدو کې غيرتي او مېړنيو افغانانو د خپل هېواد د خپلواکۍ، ننګ او ناموس په لاره کې له هېڅ راز سرښندنې او ځان تېروتنې څخه ځانونه نه دي سپمولي، او د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو لپاره يې يو له بل سره اوږه په اوږه او په يوه خوله د ملي وحدت او يووالي لاسونه ورکړي وو، او په نني عصر کې دا د ټولو افغانانو ايماني او وجداني دنده ده چې هر وګړی د افغان وګرو تر منځ د تعصباتو د خپرولو په ضد علمي او عملي ګامونه اوچت کړي اوخپل ملي او تاريخي هويت وساتلی ، او د قومونو ترمنځ ملي يووالی او وحدت را ژوندی کړي، او په افغاني ټولنه کې يوځل بيا د ملي يووالی، اتحاد او اتفاق احساس را پيدا کړي، او د دې تر څنګ داسې زمينه برابره کړي چې افغان وګړي يو د بل ترڅنګ په سوله ايزه توګه په پېړيو پېړيو ژوند وکړي او يول بل ته د وروري لاسونه ورکړې، نو همدارنګه په نني عصر کې بالخصوص ځوانان بايد دا خپله ايماني او وجداني دنده وبولي تر څو د هغو وطن پلرونکو او په شخصي ګټو مينو کسانو په ضد مبارزې ته دوام ورکړي څوک چې د افغانانو په منځ کې قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو ته لمن وهي.