د نړيوالي ترهګرۍ خلاف د برتانوي استخباراتو پټ اسناد په لندن كي له يوې ريل ګاډۍ (اورګاډي) څخه ترلاسه سول.
د برتانيې پوليس وايي دا په يوه هفته كي دوهم وار دئ چي دغسي مخفي اسناد له يوه نامحرم ځاى څخه ترلاسه كوي.
د معلوماتو له مخي په دې اسنادو كي د القاعده شبكې د ترروريستي بريدونو، مالي امكاناتو او نشه يي موادو د كاروبار هغه پټ رازونه خوندي دي، چي برتانوي استخباراتو په عراق او د نړۍ په نورو هيوادونو كي د القاعدې د نړيوال سازمان په باب راغونډ كړي دي.