دا خو هر چاته تر لمر روښانه معلومه ده ،چي پښتانه هغه غیرتي او باتور قوم دئ،چي نړۍ ترې لړزیږي او کارنامو ته يې نړۍ ګوته په غاښ پاته سوې ده
دا هر څه پښتنو نړیوالو ته ثابته کړې او د شک ځای پکښي نه موندل کیږي
د همدې له امله موږ د نړۍ په محدوده کي هغه پاته نسل یو،چي لا تر اوسه هم د قلم پر ځای د ټوپک یاري کوو ، همدا زموږ کارنامې ،غیرت او باتوروالۍ دئ ،چي موږ ته بلا سوی دي.
ټوله نړۍ را څخه په ویره کي ده او له دې ویري پښتنو ته بیلابیلي دسیسې جوړوي او غواړي چي دا باتور قوم د نړۍ له نقشې وغورځوي.
خو اې کاش چي د نړیوالو ددې دسیسو په عملي کولو کي زما د پښتون لاس نه وای،زما پښتون که غیرتي او میړني دي خو ساده هم دئ.
پردي ټوپک پر اوږه ورکړئ او خپل وروڼه پرې وژني، خپل هیواد پرې ورانوي او له خپلي ورینداري د سرټیکری غورځوي
که دا ټوله نړۍ یوې خوا او پښتانه بل خوا سي نو بیا به هم پښتانه د غلیم پښې ورماتي او ککری به یې په لاسو کي ورکړي،خو دا هغه وخت چي زما پښتانه په یوه خوله ،په يوه اتفاق ،د یوه مشر او يو بیرغ لاندي ژوند وکړي،ښووني او روزني د پام وکړي او د جګړې پر ځای د خپل ګران هيواد افغانستان او خپلو اولادونو راتلوونکي ته پام وکړي.
پوهیږئ ! چي زموږ بدبختي څه ده ؟
خلګ ځانونه وژني چي ځان تر منزله ورسوي خو موږ بیا خپلي پښې خپله پرې کوو او له کاروانه ځان شاته پریږدو،خلګ سیارو او اسمانو ته وختل خو موږ لا هم د انګورو کوارې ته ناست يو او لا هم خرکاري کوو
خلګو په سوداګرۍ کي کارنامې وکړې خو موږ لا کوکنار ښه تجارت بولو، نور دښوونځۍ،کلینک،سړک،عامه المنفیه ځایونو د جوړولو دپاره په نارو ځانونه ستخ کړل؛ خو موږ يې په ورانولو ځانونه ستړي کړه.
نور دخپل هیواد او هيوادوالو د ساتني ،پرمختګ او سوکالۍ له پار خپل ځان قربانوي ،خو موږ بیا د خپلو وروڼو د وژلو دپاره توره تیره کوو او پر بریتونو لاس را کاږو.
اې پښتنو ! کله مو فکر کړئ ،چي موږ ولي د ژوند ددې ګړندي کاروان څخه دومره وروسته پاته يو،باور لرم چي فکر مو نه دئ کړئ،که مو کړی وای نو نن به زموږ هیواد دومره کړیدلي ،ځورېدلي او ځپل سوي نه واي
نن به مو حیاناکو پیغلو په پنجاب او سیند کي له تورمخي خیرات نه غوښتلای او عزت به یې نه لیلامیدلای.
د غیرت نارې خو ډېري وهو،نامیان خو ځانونه بولو ،خو چیرته دئ هغه غیرت ،کوم ،چي تاسو پرې نازیږي؟
چیرته دئ هغه وقار او عزت چي تاسو پرې هر وخت غره یاست؟
هيواد مو له کونډیانو ډک دئ،یتیمانو بې شمېره دي او تر ټولو ځورونکې خبره دا ،چي حیاناکي پیغلي په پردیو سړکانو ګرځي،د یوې –يوې روپۍ د خیرات نارې وهي او موږ بیا هم تېره توره له تیکي ایستې او لا هم غربیږو ،چي بیا پر چا موره بوره کړو،او بیا کومه خور بې وروره کړو او بیا کوم زوي بې پلاره او یتیم کړو.
پښتنو د خدای ج او د قران روی وګورئ،نور ویښ سئ،نور ځانو ته پام وکړئ،د خپل هيواد او اولادو لپاره د نوي ژوند جوړولو تکل وکړئ.
نور بس دي، د خپل ورور په وژنه مو ډېر لاسونه سره کړه،زړه به مو یخ سوی وي،نور د خپل ورور د یتیم ژړا واوره،دخپل ورینداري له سره لویدلي ټیکري يې بیرته ور پر سر کړه،نوري وریندارګاني دي مه سرتوره کوه،لږ پردې کړیدلو،ځورېدلو او ژړیدلو زړه وسوځوه.
اې ټوپک ماره ! اخیر ته هم زړه لرې که نه؟
اې د کلک زړه خاوندانو ! پوهیږئ هغه خوند چي د ميني په ورکولو کي دئ،په نفرت کي نسته او کومه خوشحالي چي په سوله کي ده په جنګ کي به يې هیڅ کله پیدا نه کړئ.
نو راسئ، چي په ګډه پردیو ته نه ووایو،د خپل هيواد راتلوونکي په خپلو لاسونو کي واخلو ،په ګډه به د یوه ودان او جوړ افغانستان لپاره هڅي وکړو.
نور پریږدی، چي ستاسو اولادونه ستاسو په هیواد کي سبق ووايې ښوونځۍ ،مدرسې او پوهنتون ته ولاړ سي.
موږ او تاسو خو په جنګ جګړو خپله ځواني خاوري کړه او د نورو ډېري تنکۍ ځواني مو ورژولې
پریږدي چي راتلوونکي نسل زموږ دا تیروتني جبران کړي او د خپل هیواد د راتلوونکي لپاره کار وکړي.
په وروستیو کي دا یوه خبره کوم که مو ددې کړېدلي ،ځورېدلي او ژړیدلي ولس نارې،فریاد او زیګروي وانه ورېد، نو نه یوازي چي دینا او اخرت به مو خراب وي،بلکي د نړۍ په نقشه او د اسیا په زړه کي دا د میرویس خان او احمدشاه بابا مېنه چي څومره مو د لاسه مخکي ورکړې ده ،نوره به هم دلاسه ورکړئ او راتلوونکي نسل ته به یوه د غلامۍ هتکړۍ غاړو او لاسونو ته ور واچوي او پر تاسو به لعنت وايې.
کوم افغانستان چي زموږ نیکونو او پلرونو موږ ته پریښئ هم هغه افغانستان خپلو راتلوونکو نسلونو ته پریږدئ،تر څو هغوئ هم زموږ په شان د خپلو نیکونو او پلرونو په تاریخ باندي وویاړي.