کور / تازه خبرونه / پنټاګان: افغان جنګ د ۴۴۷ امريكايانو سرونه خوړلي

پنټاګان: افغان جنګ د ۴۴۷ امريكايانو سرونه خوړلي

 


 د شنبې ورځ (جون پر ۱۴مه) د فراه په ولايت كي څلور امريكايي پوځيان د سړك د غاړي په يوه بم چاونه كي ووژل سول.


 د امريكا د دفاع وزارت پنټاګان وايي دې څلورو پوځيانو يې له ۲۰۰۱ كال راهيسي په افغان جنګ كي د مړو عسكرو شمېره ۴۴۷ تنو ته وخېژول.
له پنټاګان څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي، په دې كسانو كي هغه پوځيان هم شامل دي چي پر افغانستان د يرغل دپاره په نورو هيوادونو كي وژل سوي دي.
د امريكا د دفاع وزارت د چارواكو په وينا په دې كي ۳۱۰ تنه له طالبانو سره په جګړه يا چاودنو كي وژل سوي او پاته نورو  يې افغان جګړې ته د لوژستيكي اكمالاتواو استخباراتي معلوماتو پر وخت په تاجكستان، ازبكستان، پاكستان، تركيه، سوډان، فليپاين، قرغزستان، ايتوپيان، يمن او اردن كي په بېلا بېلو پېښو كي ژوند له لاسه وركړ دئ.
د خبرپاڼي له مخي په دې مړو كي د سې آى اې د استخباراتي شبكې څلور لوړ پوړي افسران هم شامل دي.