هر ښوونځی چی په وطن کمی سوځیږي
زړه می اور واخلی اډونه می ویلیږي
چی د ولوږی نه انسان هلته واښه خوري
څنګه ستوني نه به زما ډوډي تیریږي
چی د کنډو ړندو حال نه بیا خبر شم
د هغوي په بیوسی می زړه ځوریږی
هر انسان چی د جنګونو قرباني شي
دا ماشوم زړګی می وینی کی لمبیږي
خو چی واورم بیا وطن کی ارآمی ده
زه ارآم شم د زړه بڼ می زرغونیړي
چی دخلکو په څیروکی خوشحالي وي
د خالد د هیلو ګل نورهم غوړیږي
حفیظ الله خالد ویانا / اتریش