هغه بله ورځ مارکیت ته د سودا رانیولو لپاره لاړم. د یوې لویې خوراک پلورنځۍ د تازه میوو برخې ته ورننوتم. هر راز میوې او ترکارۍ پکې په ډیر ښه ترتیب ایښودل شوې وې. زما نظر د تازه او ښکلیو مڼو په یوې ډیرۍ پریوته چې بیه یی د ورسره نورو ایښوول شوو مڼو څخه کم وو. په سوچ کې شوم او له ځانه سره مې ویل؛ دا مڼې د هغو نورو پر پرتله غټې، تازه او اوبه لرونکي ښکاري نو بیا به څه لامل وي چې بیه یی تر نورو ټیته ده؟ هماغه وخت مې د پلورنځۍ یو کارکوونکی د میوو او ترکاریو پر سمولو بوخت ولید نو ورغلم او د لامل پوښتنه مې ترې وکړه. هغه راته وویل؛ دا مڼې تر هغو نورو په خوند کې ښې دي خو څرنګه چې دا له فلسطین او هاغه نورې له فرانسې راغلي نو ځکه یی په بیو کې توپیر موجود دی. ما له هغه څخه مننه وکړه او د سودا له رانیولو وروسته مې د کور لار ونیوله. د پلورنځۍ کارکوونکي زما سر پر دې خبره خلاص کړ چې د یوه هیواد د تولیداتو، اجناسو او توکو بیه او ارزښت د هماغه هیواد له نړیوال حیثیت، اقتصادي پیاوړتیا او صنعتي پرمختګ سره نیغ په نیغه تړاو لري. همداراز یی د اتباعو حقوقو او نور ارزښتونو ته هم له همدې زاویی کتل کیږي. د لاکربي په حادثه کې امریکایانو د خپلې هرې وژل شوې تبعې د سر بیه لس میلونه ډالر ټاکلی وو چې د لیبیا د هاغه وخت حکومت د وژل شویو کسانو کورنیو ته ورکړې وې. امریکایي قانونپوهانو به ویل چې دا پیسې د بې ګناه وژل شویو انسانانو د وینې په بدل کې په هیڅ حساب دي. هیڅ شتمني د انسان له وینې څخه ډیر ارزښت نه لري. خو له بلې خوا همدغه امریکایان په افغانستان کې د ولسي وګړیو په وژلو خبره په یواځې بښنه غوښتلو خلاصوي خو که کله په رسنیو کې د مدني ټولنو شور او زوږ زور واخلي نو بیا د وژل شویو ولسي وګړیو د سر بیه دوه زره ډالر ټاکي. ای کاش چې دغه پیسې د هماغه امریکایي قانونپوهانو پر لاسونو ورکول کیدې.