د زابل ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د یو شمیر هغو محلونو رايې بیا وشمیرل شوې چې د کمیسیون له لوري تر شک لاندي وي
نورحال زموږ د احمدولي سرحدي په راپور کي ددې ولایت د ټاکنو د کمیسیون مسوول ډاکتر محمدهاشم دراني د له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دغه رایې د دریو محلونو اړوند وې.
نوموړي وویل چې د ټاکنو د مرکزي کمیسیون له لوري دوي ته د ایمیل له لاري ویل شوي و چې د شهرصفا ولسوالۍ د دوو، او د مرکز کلات د یوه محل رایې دې له بیرته وشمیري.
دده په خبره چې د مرکزي کمیسیون ددې غوښتنې پر اساس نن د زابل د ټاکنو د کمیسیون په ګودام کې د کاندیدانو او مدني ټولنو د استازو او خبریالانو پر وړاندي دغه صندوقونه بیرته وشمیر شول.
دده په خبره چې د یو شمیر نورو محلونو په اړه هم ځینو کاندیدانو له لوري شکایتونو شوي او که یې د ټاکنو کمیسیون او یا یې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون لازم وبولي نو هغه به هم وشمیرل شي.
د ټاکنو د کمیسیون مسوول وایي چې د بیرته شمیرل شویو رایو پایلي به بیرته له مرکزي دفتر سره شریکي کړي او نهايي پریکړه به هغوي کوی.