په لومړي ځل داسي ټاکني ترسره سوې،چي افغان مظلوم او بېچاره ولس په خورا ډیره اندازه د رایو د صندخونو تر شا ودرېدل نه ئې د چا د تهدید پروا وکړه او نه ئې دچا د وحشي بریدونو پروا وکړه.
ولس بلاخره په دې خبره پوه دی،چي د دوی پاکي رایي او د رایي ورکولو په جریان کي د هغوی هره دقیقه او ثانیه به د تاریخ په پاڼو کي نویشته سي،
راځم د کاندیدانو د ایتلاف او ملګرتیا و پړاونو ته،فکر کوم چي ایتلاف کول او نه کول د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کي کومه ناروا خبره نه ده،زه په دې اند یم چي باید و پوښتل سي چي د چا سره او د کوم معیار له مخي ایتلاف کیږي؟
ایا موږ داسي یو ایتلاف کوو،چي خدای مکړه خپل کور او خپل راتلونکی بیا یوې تیارې ته ور ټیل وهو؟ایا موږ به د جنګي مجرمینو سره ایتلاف کوو،که به د ولس دواقعي استازو سره ایتلاف کوو؟
ماته تر ډیره حده دا خبره مهم ده،که د ګټو او مصلحت ایتلاف کیږي،فکر نه کوئ چي هغه بیچاره او مظلوم ولس چي په شنه یخ کي د تهدید او بیري سره یو ځای د خپل نړېدلي کور څخه راووت،او خپله رایه ئې په داسي حال کي وکارول چي پر څېره ئې د ورایه د ظلم،وحشیت،بربریت،زورواکۍ او د مصلحت سیورۍ غوړېدلی وو،خو بیا ئې هم د چا پروا ونکړه،هیله لري چي خدای(ج) به ئې هغه ارمان او هیله ورته درسره کړي،چي هره ورځ ئې په خوب ویني.
افغان ولس نن په یوه داسي تاریخي او سرنویشت ټاکونکي حالت کي دی،چي تر بل هر وخت ئې ساری نه سم لیدلای،له یوې خوا خلګ د ازادو کمېسینونو څخه په بېره او هیله دي چي که هغوی یوه مصفانه او واقَعي پرېکړه وکړي،نو به ئې هیلي او ارمانونه ترسره سي،له بلي خوا د خاریجي لاس وهونکو څخه وارخطا دي،خدای مکړه هغوی ئې ارمانونه د خاورو سره خاوري نه کړي.
بلاخره وایم،هر څوک چي د ولس په پاکو،مقدسو احساساتو او حقوقو بازی وکي،تاریخ او افغان ولس به ئې هیڅ وخت ونه بخښي.
اودا خبره ډیره اړینه بولم که مصلحت وسي،که ایتلاف وسي که تقلب او تیروتني وسي،ولس به هرومرو یوه ورځ و ولسواکۍ او د خلګو حکومت ته لاس رسۍ ولري.
د خپلواک او ولسواک افغانستان پر لور.