“کندهار، افغانستان- د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د ٢٠٥ اتل قول اردو د دوهم کنډک سرتېرو د عملياتو پر مهال تېره ورځ د دې ولسوالۍ د دواب په ساحه کي يو شمېر چاودېدونکي توکي ونيول.
د يادو تصفيوي عملياتو پر مهال چي په سيمه کي د ښه امنيت د تامين په موخه پر لار اچول سوي ول، پکي د تېرو ٢٤ ساعتونو په لړ کي ٢٠ دانې د ماين ريموټ کنټرولونه، ١٠٥٠ متره سانيه سوز لاين، ٦ فيره د هوان سرګلولې، ١٠ دانې د ماين پټاکۍ، ١٥ کيلوګرامه باروت، يو کيلوګرام چرۍ چي د ځانمرګو بريدکوونکو په واسکټونو کي کارېږي، ١٤ ګوټکې سلوشنان چي د ماين په جوړولو کي کار ورڅخه اخيستل کېږي.
افغان امنيتي ځواکونو تل هڅه کړې چي په سيمه کي د امن فضا رامنځته کړي، تر څو خلک په ارام ډول خپل ژوندانه ته دوام وکړي” یاده خبرپاڼه دکندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر لراوبر ته را استولې وه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه