کور / تازه خبرونه / د ١٠ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ١٠ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ولسي پاڅون کوونکو او افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د مخالفو وسلوالو د مشهور قوماندان عمري په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
هغه عملیات چې نن سهار د الینګار ولسوالۍ په نورلام صیب دره کې ولسي پاڅون کوونکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ پیل کړي او لا هم دوام لري، تر دې دمه په کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان عمري په ګډون شپږ تنه وژل شوي او څلور تنه یې زخمیان دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې تر دې مهاله وټه جبارخیل، پریانه او یو شمیر نور کلي د مخالفینو له شتون څخه تصفیه شوي او یو ماین د ملي اردو له لوري خنثی شوی.
همدارنګه په دغو عملیاتو کې د ملي اردو دوه تنه سرتیري هم وژل سوي او یو تن پولیس ټپي شوی دی.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.