کور / تازه خبرونه / شخصي روغتونونه وستايل سول

شخصي روغتونونه وستايل سول

د کندهار يو شمېر خصوصي روغتونونه د ښو خدماتو د وړاندي کولو له امله وستايل سول
په کندهار کي د خصوصي روغتونونو تر ارزيابۍ وروسته مهمند لومړۍ درجه، الفرهاد دوهمه درجه او البلال روغتون دريمه درجه ونومول سول.
په دې اړه په هغه غونډه چي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري جوړه سوې وه، پکي د کوچنیانو او مدني ټولني مشري آغلي ډاکټر رنګينې ويسا، د عامي روغتیا ریاست مسوولینو، د طب پوهنځي استادانو او په دغه ولایت کي د ټولو خصوصي صحي سکټور مسوولینو ګډون کړی و.
یوه میاشت مخکي د عامي روغتیا ریاست له خوا د یوې ارزیابۍ له مخي، چي پرمختللې صحي عصري سامان آلات، د روغتونونو صفایي، درمل او فارمېسي، صحي ثبت، تعمیر، پارکینګ، سرسبزه ساحه، د باتجربه ډاکټرانو درلودل او نور هغه توکي چي په یوه مجهز روغتون کي باید موجود وي، خصوصي روغتونونه درجه بندي سول.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالی ویسا وویل، د عامي روغتيا وزارت له لايحې سره سم يې د کندهار خصوصي روغتونونه ارزيابي کړل، چي له مخي يې مهمند لومړى، الفرهاد دوهم او البلال روغتون دريم مقام ترلاسه کړ.
ويسا وويل، يادو روغتونونو دغه مقامونه د مجربو ډاکټرانو، طبي پرسونل، مناسب نظافت، عصري طبي سامان الاتو او ښه برخورد له امله ترلاسه کړل. ښاغلي ويسا زياته کړه: “د عامي روغتیا ریاست، د طب پوهنځي او خصوصي صحي سکټور ترمنځ همکاري کولای سي د کندهاريانو لپاره ښه صحي خدمات په لنډ وخت او لږو پیسو وړاندي کړي او په خصوصي روغتونونو کي صحي خدمات د پخوا په پرتله ډېر ښه سوي، خو پر دې باید بسنه ونه سي او د خلکو لپاره دي صحي خدمات نور هم چټک او دوامداره سي.”
هغه داراز زياته کړه، د خصوصي روغتونونو څانګي په ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو کي هم باید پرانیستل سي، تر څو په عاجلو پېښو کي ورڅخه استفاده وسي. کندهار والي دغه راز له ملي تجارانو وغوښتل، چي باکیفیته درمل هېواد ته وارد کړي او صحي کارکوونکو ته یې په ټینګار وویل چي باکیفیته درمل دي ناروغانو ته ورکړي، تر څو په صحي برخه کي يې له خپل ولس سره مرسته کړې وي. په ورته وخت کي د خصوصي صحي سکټور مسوولینو کندهار والي ته ډاډ ورکړ، ټول هغه ضعیف ټکي به دېر ژر چي صحي خدمات یې پیکه کړي ول، اصلاح او د هر روغتون مسوول به هڅه کوي چي په روغتون کي موجوده نېمګړتیاوي له منځه يوسي. د غونډي په پاى کي کندهار والي يادو درو روغتونونو او يو شمېر نورو صحي کارکوونکو او ډاکټرانو ته ستاينليکونه ورکړل.