دسيداحمد قانع ليکنه
د فضلي په جواب کي
په افغانستان کي د اوسني نظام تر ټولو لويه او د ياد وړ ښېګڼه داده چي تر ډېره پوري ئې افغانانو ته د وينا ازادي ورکړې، د همدې ازادي څخه په استفاده چي څوک هر څونه ډېري نيوکي کوي هغومره ئې رسنۍ خوښوي او د هري رسنۍ د هري شپې د چارو کاپوه به ګڼل کېږي، دا بخت نو پر هر شاه ګل ماما نه کښيني، حتماً به آ د کنداريانو پر چم يوه خانه لرې.
په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه بيا فېس بوک کي هم همدا کيسه ده که دي هر څونه پر چا ډېر انتقاد کاوه هر څونه دي د چا پر شخصيت ډېر تېرى کاوه او چي هر څوني دي پر يوې ادارې ډېر تورونه پوري کول نو خوښوونکي او مينه وال به دي تر هر چا ډېر وي .
خبره راڅخه اوږده سوه، راځم اصل مطلب ته، د څه مودې را په دې خوا په فېس بوک په بدلو (مستعارو) نومونو پاڼي او ډلي جوړي سوي، چي څه ئې زړه وغواړي په هر چا پسي هر څه ليکلاى سي، څوک ئې پوښتنه نه کوي چي ته نو څوک يې، او کم مجبوريت را په مخه کړى يې؟
پدې وروستيو کي مي د فېس بوک د يو ملګري احسان الله فضلي څخه د همدې نا پېژاندو اشخاصو تقليد وليدئ، ښاغلى فضلي چي لوستى ځوان دئ او په غالب ګمان مي په يو بهرني هيواد کي په زده کړو بوخت دئ، په کندهار پوهنتون او په مسئولينو پسي ئې خپله احساساتي ليکنه کړې وه ، چي د حقوقو پوهنځي د تشنابو پر ناسم حالت، د اوبو پر نشتوالي، د ادارې پر کمزوري منجمنټ او وروسته پر دې نظر غواړي چي (توتاخېل بايد مکافات سي که مجازات؟) په همدې ليکنه کي ئې څو ځايه کي زه مخاطب کړى وم نو ځکه مي لازمه وګڼل چي د فضلي صاحب او د دده د هم نظرو د پوهاوي په منظور دا څو کرښي وليکم.
فضلي صاحب!
مخکي له دې څخه چي ستا و نيوکو ته جواب درکړم، په سر کي د پوهنتون په اړه څو پوښتني مطرح کوم او وروسته به ئې په اړه مالومات درکړم.
زه په ٢٠٠٧ کال کي د کانکور له لاري کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي ته بريالى سوم. پوهېږئ چي په همهغه وخت کي به پوهنتون څو پوهنځي او څو ډيپارټمنټونه درلودل؟
څو محصلين او څو استادان درلودل؟
استادان به ئې څو ماسټران او څو ډاکتران ول؟
د تعميرونو او درسونو کيفيت او کميت به ئې څنګه وو؟
څو ادارې بې فعاله وې او څو اداري مامورين به ئې درلودل؟
ستاسو سره ددې پوښتونو د حل جواب سته؟
نه ښاغلى فضلي صاحب ته نه يې خبر، او فکر کوم چي په اوسني حالت به ئې هم نه يې خبر، نو ځکه درته خپل د سترګو ليدلى حال بيانوم . که دا ناخبري د يو ابخل، عقده من ، د افغانانو د تعليم او تحصل دښمن او بلآخره يو سرټمبه انسان کړې واى، په جواب کي مي يې هيڅ هم نه ورته ليکل، خو تاته ئې ليکم، چي په حال خبر سې.
پنځه کاله مخکي په کندهار پوهنتون کي څلور پوهنځي او (٧) ديپارټمنټه ول خو اوس (١١) پوهنځي او (٣١) ديپارټمنټونه جوړ سوي دي.
پنځه کاله مخکي په کندهار پوهنتون کي (٨٠٠ ) تنه محصلين ول اوس تر ٧ زره تنو اوړي.
پنځه کاله مخکي په کندهار پوهنتون کي (٦٠) تنه استادان ول خو اوس تر (٢٠٠) تنو ډېر دي؟
پنځه کاله مخکي په کندهار پوهنتون کي ( ٩ ) ماسټران ول خو اوس (٥٦) فارغ ماسټران ، (٢٩) تنه نور په جاپان، جرمني، امريکا، ټايلينډ، هندوستان، روسيه، ماليزيا،قزاقستان، تاجکستان پاکستان او په هيواد دننه کابل او ننګرهار کي د ماسټري او دوکتورا په لوړو زده کړو بوخت دي. همدا اوس اوس ١٢ تنه نور جاپان ته، (٩) تنه ټالينډ ته، (١) نفر سويس ته او (٢) تنه و جرمني ته د ماستړي او دوکتورا زده کړو لپاره چمتو والى لري چي مقدماتي کارونه ئې بشپړ سوي او د همدې کال په اوږدو کي به ان شالله ولاړ سي.
پنځه کاله مخکي په کندهار پوهنتون کي ٩ تعميره ول، خو اوس تر(٢٠) اوړي.
پنځه کاله مخکي په پوهنتون کي به محصلين پر پلاستيکي فرش ناست ول، پر توره تخته او د يو زوړ ٤٠ مخيزه چيپټر څخه به درس ورته ويل کېدئ، خو اوس منظمي چوکۍ، سپيني تختې، پروجکټور او پر سلايډونو باندي د پښتو سره په انګريزي ژبه په ډېرو پوهنځيو کي تدريس کېږي.
پنځه کاله مخکي په کندهار پوهنتون کي يو د پوهنتون د رئيس، علمي معاون، ليليې مدير او څو نوري ادارې موجودي وې چي د لسو او شلو په منځ کي ئې مامورين درلودل ، خو اوس د پوهنتون د رئيس، درې معاونينو، ١١ ګونو پوهنځيو او پاخان څېړنيز مرکز په شمول ټول (١٤) نفره رئيسان لري، (٢٠) نفره آمرين، (٤٤) نفره عمومي مديران، (٥٣) تنه عادي مديران، (١٢١) تنه مامورين او اجيران په مجموع کي ټول اداري کارمندان او خدماتي پرسونل (٢٥٤) نفره په کار بوخت دي.
د کندهار پوهنتون په ټول تاريخ کي د لوړو زده کړو وزارت ( بېله درو تعميرونو څخه چي اوس د تکميلېدلو په حال کي دي) يوه خښته کار هم نه دئ کړى، د همدې پوهنتون د ټولي ادارې په همږغۍ او برکت نن کندهار پوهنتون د ١١ پوهنځيو، د پاچا خان څېړنيز مرکز، مرکزي لابراتوار، مرکزي کتابتون، د غونډو تالار، د ډوډۍ خوړلو سالون، ورزشي لوبغالى، د رسنيو مرکز، د کمپوټر او انګليسي ژبي زده کړي مرکزونه او نور هغه کارونه دي چي ددوى په هلو ځلو او پر لپسې تلاښ او منظم منجمنټ جوړ سويدي.
هغه ابتکارات چي د هيواد په کچه د لومړي ځل لپاره په کندهار پوهنتون کي تر سره سوي دي :
١: د محصلانو لپاره د کارموندني مرکز( چي تر اوسه يې په مجموعي ډول و ٢ زرو تنو محصلينو ته اوږد مهاله او لنډ مهاله دندني پيدا کړي دي).
٢: د هوا پېژندني د يو مجهز مرکز تاسيس چي په اتومات ډول ارقام د څېړنيزو موخو په نيت پکښي خوندي کېږي.
٣: د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګي فعالول.
٤: د انرژۍ څانګه فعالول.
٥: د اقتصاد په برخه کي انټر پيونر شيپ څانګي فعالول.
له دې څخه علاوه کندهار پوهنتون په تېرو ٣ کلونو کي ٤ پوهنځي د شپې په برخه کي د ښووني او روزني، کرهڼي، شرعيات اواقتصاد پوهنځي فعاله کړي ، تر څو چي هغه وروڼه او خويندي چي د ورځي لخوا د ځينو اقتصادي ستونزو له امله نه سي کولاى چي د ورځي لخوا تحصيل وکړي، د شپې په برخه کي د زده کړو څخه مستفيد سي. په همدې ترتيب د معارف رياست د داخل خدمت ښوونکو لپاره د تدريس زمينه مساعده سوې ده. ددې سره په هلمند کي ٤ پوهنځي په روزګان کي ٢ پوهنځي تاسيس سوي دي، چي ټولي علمي او اکاډيميکي چاري ئې د کندهار پوهنتون څخه سمبالېږي.
تاسو د پوهنتون د اوبو ستونزي ته اشاره کړې ده، چي الحمدالله اوس پوهنتون د خپلو استادانو په مټ د ډيزاين سوي سيسټم څخه د لمريزي انرژي په وسېله پنځوس زره لېټره اوبه د ورځي په جريان کي د پوهنتون و ټولو ودانيو ته پمپېږي.
د مستعمله (فاضله) اوبو لپاره هم د پوهنتون پر هيواد مينو استادانو لخوا داسي د تصفيې سيسټم تر کار لاندي دئ، چي هم به اوبه تصفيه کوي او هم د کومي انرژي څخه استفاده نه کېږي، تر څو چلول ئې د افغانستان د يوې دولتي ادارې لپاره اسانه وي.
په همدې ترتيب د همدې پوهنتون د رهبري ادارې او استادانو د پرله پسې زيار منظم پلان او زحمتونو نتيجه وه، چي تر کابل وروسته کندهار د دوهم دولتي پوهنتون يعني د افغانستان د کرهڼيزو علومو او تکنالوژي د ملي پوهنتون څښتن سو، چي په هغه کي به د ماسټري او دوکتورا په سطحه لوړي زده کړي کېږي.
د اداري فساد په برخه کي مهرباني وکړئ يو مثال وښياست، چي په اوسنۍ اداره کي دي د پوهنتون په کومه برخه کي د چا څخه رشوت اخيستل سوى وي او يا دي تبعيض ورسره سوى وي.
د ډېر وياړ ځاى دئ چي په پوهنتون کي و محصلينو ته همېشه د ښې زده کړي لارښوونه کېږي او دوى د هر ډول منفي حرکاتو څخه را ګرځول کېږي .
ښاغلى فضلي صاحب!
تاسو چي دا ليکنه کول بايد درته مالومه واى چي زموږ په هيواد کي څو سلنه دولتي بوديجه د پوهني سکتور ته ورکول کېږي، په هغه کي بيا څو سلنه د لوړو زده کړو وزارت ته اوهغه بيا پر ٣٣ دولتي پوهنتونو وېشل کېږي، په داسي حال کي چي ټول تحصيلات په وړيا ډول دي، ايا تاسو په دې برخه کي د پوهنتون له هغه ستونزو څخه خبر ياست چي د بوديجې د کمښت په برخه کي يې لري؟
په نورو هيوادونو کي د وړکتون څخه چي د فيس تحويلي پيل سي، بيا تر تر هري کچي پوري چي تحصيلات کوې يوه ورځ يې هم په وړيا ډول نه ده.
محترم فضلي صاحب!
د کومو تشنابو څخه چي تاسو تصوير اخيستى، دا هغه تشنابونه دي چي فعلاً د هغه څخه استفاده نه کېږي او پر ترميم ئې د بوديجې د کمښت په خاطر کار نه دئ شروع سوى، چي دا به هم د نورو پوهنځيو د تشنابو په څېر ترميم سي.
نو ګرانه وروره!
لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، که پر تا باندي ددې ادارې کارونه پټ هم سي خو الله شاهد دئ او زموږ ريښتني اولس هيڅ وخت د چا خدمت نه هېروي، خير دئ که تاسو په ډير کم فکر او د ليري څخه قضاوت کوئ خو دا قضاوت به نه يوازي د بشريت سره بلکي د افغانيت سره به هم جفا وي، ځکه چي کندهار پوهنتون اداره په شپه او ورځ لګيا ده کار کوي خو ستاسو په څېر پېژانده او نا پيژانده څېرې په ډېره بې مسئوليتي سره د واقعيتونو څخه مخ اړوي او په ډول ډول پلمو د يو چا توهين او د پرمختګ مخه نيسي
حضرت خوشحال بابا څه ښه ويلي دي
زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور وسوځه دا توري قلمونه
بياهم ستاسو د معلوماتو او ذهن روښانولو لپاره لاندي عکسونه وګورئ.
١:علامه حبيبي کتابتون چي کار ئې بشپړ او پرانيستني ته چمتو دئ.
٢: د اقتصاد پوهنځي تعمير چي کار ئې تقريباَ بشپړ دئ.
٣: د ادبياتو پوهنځي تعمير چي کار ئې تقريباَ بشپړ دئ.
٤: د انجنيري پوهنځي تعمير چي کار پر روان دئ.
٥: د رسينو مرکز تعمير چي کار ئې بشپړ او پرانيستني ته چمتو دئ.
٦: د ډوډۍ خوړولو سالون تعميرچي کار پر روان دئ.
٧: د غونډو تالار(اډيټوريم) چي کار پر روان دئ.
٨: ورزشي لوبغالى چي چاري ئې تقريبا بشپړي سوي دي.
٩: د چټلو اوبو د تصفيې سيسټم چي کار پر روان دئ.
١٠: د سولر سيټم د واټرپمپ برخه
١١: د سولر سيسټم د تدرسي خونو د روښانولو برخه.
١٢: د هوا پېژندني سيسټم.
١٣ مرکزي لابراتوار.
نو ګران فضلي صاحب!
تاسو په يو حساب ملامت نه ياست ځکه چي يو چا به حتماً پارولي ياست، ځکه چي زموږ د هيواد شرايط بدبختانه په دې تېرو جګړو او ناخوالو کي داسي سوي چي ځيني خلګ په ډول ډول ناروغيو اخته دي، چي يو له هغو څخه د ليري قضاوت دئ چي دا اصلاً په نوره نړۍ کي نسته .
زموږ انتقاد معمولاً اصلاحي شکل نه بلکه انتقامي شکل لري او کوښښ کوو، چي يو څوک څنګه خوږ کړو، څنګه يې مايوس کړو. کله چي نقد ليکو،هغه د بل په حواله وي، ما خو دا هم اورېدلي چي يو چا پر يو نوى خپور سوي فلم خپله يې نه وو ليدلى، د اوازو له قراره نقد ليکئ او خپل ملګري ته به يې ويل چي ماښام زموږ برق نه وو ته دنشر سوي فلم کيسه راته وکړه چي زه نقد پر ليکم.
فضلي صاحب دا هر څه مي ددې لپاره درته وليکل چي تاسو غوندي ځوانانو ته زموږ د ټولني سترګي دي، تاسو به راځئ او ددې ځورېدلي او د تعليم له نعمته بې برخي اولس لپاره به کار کوئ، د انتقاد او خبرو پر ځاى کار ته ضرورت دئ، ته څه کولاى سې، ستا څه په وس کي دي، راسه کندهار پوهنتون اداره تنظيم کړه، کېداى سي تاسو نوى فکر ولرئ او ستاسو څخه نور ګټه واخلي. ځان بايد جوړ نه کړو لکه د سترګي کسى چي ټوله دنيا ويني، خو خپل ځان نه ويني.
د هغي ورځي په هيله هر حرکت مو د تخريب لپاره نه بلکه د اصلاح وي.