کور / تازه خبرونه / د يوه وسله وال قوماندان د نيولو ادعا وسوه

د يوه وسله وال قوماندان د نيولو ادعا وسوه

افغان ملي امنیتي ځواکونو تېره ورځ غرمه مهال د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کي د وسله والو طالبانو د یوې ترهګري ډلي قومندان نیولی دی.
نیول سوی وسله وال قومندان محمد سلیم نومېږي او د مطمین په نوم د وسله والو طالبانو د یوې ډلې مشري یې کوله.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.