کور / تازه خبرونه / د “وزيرستان، وروستی تمځای” په نوم کتاب خپور شو

د “وزيرستان، وروستی تمځای” په نوم کتاب خپور شو

کابل (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): د وزيرستان سيمې د وروستيو حالاتو په اړه د افغان ليکوال په لاس ليکلى کتاب (وزيرستان، وروستى تمځاى) چاپ او خپور شو.

د افغان ژورنالېست او ليکوال نذيراحمد سهار له خوا په ليکل شوي دغه کتاب کې ، چې د وزيرستان د تاريخي حيثيت، د پرون او نن په اړه يې څېړنه شوې ده. په ۳۰۰ مخونو کې د سپوږمۍ راډيو له خوا په ښه کيفيت او صحافت چاپ شوى دی.

د دغه کتاب ليکوال نذيراحمد سهار د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کتاب کې له تاريخ مخکې دورې نيولې تر مغولو، احمدشاهي پېر، د پير روښان، ملا پاونده مسعود، فقير ايپي، بيت الله او حکيم الله مسعود تر دورې پورې ټولې تاريخي پېښې او له اوسني وضعيت سره يې پرتلنې راغلې دي.

هغه زياته کړه، چې دغه راز په کتاب کې د ډيورنډ تړون خلاف د ملا پاونده مسعود او ايپي فقير مبارزې او په وزيرستان کې د پښتونستان هېواد د لومړنۍ ناستې څرنګوالی، چې تر اوسه په هېڅ بل کتاب کې نه دی خپور شوی، ليکل شوي دي.

دى وايي، چې په وزيرستان کې د افغان اميرانو تاريخي رول، له افغانستانه د وزيرستان بېلتون، د ډيورنډ او امير عبدالرحمان خان مکالمه، په وزيرستان کې استخباراتي جګړه، له ايپي فقير سره د اډولف هټلر او مسوليني روابط او ګڼ نور موضوعات د دغه کتاب منځپانګه جوړوي.

ليکوال په سريزه کې ليکلي: ((د وزيرستان پښتانه قبايل د خپلې سياسي او ستراتيژيکې جغرافيې له امله په ټول تاريخ کې د هند پر لور د لښکر کشيو قربانيان پاتې شوي دي.))

هغه زياته کړې، چې له تېرو څو پېړيو راهيسې دلته ډېری جګړې (په هند او مرکزي اسيا کې) د انرژۍ او سرچينو پر وېش دي او دا جګړې اوس هم روانې دي.

سهار وايي: ((دا زما د شاوخوا يونيم کال زحمت محصول دی، چې نن په ۳۰۰ مخونو کې کتاب له چاپه راوتلی دی.))

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال د دغه کتاب په اړه وايي: ((زه د دې څېړنې اړتيا پېژندلای شم، موږ ته ښه څرګنده ده، چې د اوس مهالي بحران په بهير کې زموږ د چم ګاونډ تر ټولو مهمه ستراتيژيکه برخه لا هم نه ده راپېژندل شوې. د ليکوال دا هڅه خورا پر ځای او ګټوره بولم او خپرېدل يې ولس ته ښه زېری ګڼم.))

ليکوال زيب منتظر مسيد وايي: ((په وروستۍ لسيزه کې چې وزيرستان د نړيوالو پېښو په بهير کې د نړۍ د پام او توجه مرکز ګرځېدلی دی، داسې يوه کتاب ته ډېره اړتيا وه او زه باور لرم، چې په خپرېدو سره به يې د ټولو لپاره د معلوماتو يوه غوره سرچينه وګرځي .))

د (رهبر يا ليډرشيپ) د کتاب ليکوال ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي: ((دغه کتاب د پښتون تاريخ ليکنې په برخه کې يوه ستره زياتونه ګڼم؛ داسې کتاب چې د وزيرستان له پټو او ښکاره پېښو په علمي او تحقيقي بڼه پرده پورته کوي. په دغه کار به زموږ د معاصر سياسي تاريخ يوه لويه تشه راډکه شي.))

د يادونې ده، نذيراحمد سهار له دې پرته ګڼ شمېر نور اثار هم لري او ډېر يې خبريالۍ ته ځانګړي شوي دي.