د رواني مياشتي پر شلمه نېټه وسله والو طالبانو د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د ملايت په سيمه کي پنځه تنه عام وګړي چي څلور يې د وردګو ولايت اوسېدونکي او يو هم د يادې ولسوالۍ ځايي اوسېدونکی و او په ياده سيمه کي يې د ملي پيوست له پروګرام سره مزدوري کوله، تر برمته کېدو وروسته دوه تنه وژلي دي.
خو درې تنه نور د سيمي د ځايي اوسېدونکو، سپين ږيرو او مخورو تر زياتو هلو ځلو وروسته خوشي سول.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه