کور / تازه خبرونه / د څلورو وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

د څلورو وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

د کندهار ملي امنيت ويښو منسوبينو د ځانمرګو بريدکوونکو د ګروپ څلور غړي له يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره ونيول.
عبدالرحيم مشهور په جاجک د عبدالحليم زوى، ثناء الله د عبدالرحمان زوى، شمس الرحمان د ايجاد الرحمان زوى، عبدالقيوم د عبدالحليم زوى، چي ټول د دامان ولسوالۍ د مهمندو کلي اوسېدونکي دي.
ياد څلور کسان د ملا عبدالله په نوم د ټروريسټي ګروپ غړي او د دغه ګروپ د وسلو، مهماتو، چاودېدونکو توکو او د ځانمرګو بريدکوونکو د واسکټونه ساتونکي ول.
د ملي امنيت مسئولين وايي چي د يادو کسانو سره ئې وسلې او مهمات هم نيولي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.