اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان د قبايلي سيمې خیبر ايجنسۍ ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ پاکستاني طالبانو د باړې سيمې ۱۰۰ اوسېدونکي تښتولي وو، چې ۹۳ يې بېرته خوشې کړې دي.دوی وايي دغه پېښه د تيراه د بر قمبر خيل په حيدر کنډو کې شوې او اووه کسه لا هم د وسلوالو په ولکه کې دي.د ځايي چارواکو په خبره په هغه سيمه کې چې دغه پېښه شوې، د پاکستان د امنيتي ځواکونو حضور په کې نه شته.دوی وايي د شنبې پر ورځ پاکستاني طالبانو ۱۰۰ کسه وتښتول، خو وروسته يې ۹۳ کسان بېرته خوشې کړل.تراوسه وسله والو طالبانو د دغو کسانو د تښتولو او بېرته خوشې کولو په اړه څه نه دي ويلي.او دا هم لا معلومه نه ده چې د دوی په ولکه کې پاتې اووه کسان ولې دوی له ځان سره ساتلي دي.د خيبر ايجنسۍ چارواکي وايي، نن يکشنبه د تيراه ځايي چارواکي له امنيتي ځواکونو سره يو ځای د قمبر خيلو سيمې ته له ځايي مشرانو سره د ليدو کتو لپاره تللي دي.دوی وايي دغه کسان د شنبې ورځې ماسپښين مهال وتښتول شول، خو د اړيکو د نشتوالي له امله يې خبر د شپې نهه بجې چارواکو ته ورسېد.دوی وايي په ځنډ د خبر رسېدو لامل د معلوماتو په رسولو کې ستونزه او تمبلي ګنل شوې ده.ځايي چارواکي وايي په تېر يوه کال کې په دومره لويه کچه د تښتولو هېڅ پېښه نه وه رامنځته شوې.