نن سهار د فراه په ولایت کې دامریکايي ځواکونو په یوه موټر دسړک د غاړې بم وچاودید چې له امله یې د امریکايي ځواکونو څلور سرتیري ووژل شول، دامریکايي ځواکونو یوه ویاند جنرال دیوید جانسن ویلي چې په دی پیښه کې یو بل سرتیری ټپي شوی هم دی.
دغو سرتیرو په فراه ولایت کې پولیسو ته روزنه ورکوله دوی دپلې فرقې سرتیري وو، ددغو څلور سرتیرو له وژنه سره جوخت په روان کال کې دامریکايي ځواکونو د وژل شویو سرتیرو شمیره ۴۴ ته ورسیده.