پېښور: دتهران راډيو د خبرله مخې د پاکستان ځینو خبري سرچینو څرگنده کړې چې د شمالي وزیرستان ددته خيلو په سيمه کې د سړک د غاړې د بم د چاودنې له امله د حقاني د ډلې د یو لوړرتبه قومندان شیرامان الله په گډون درې وسله وال وژل شوي ایکسپریس ټریبیون ویب سایټ لیکلي چې شیر امان الله د حقاني ډلې د یو مشر ملا سنګین ځدران نزدې مرستیال و.ملګرو ملتونو او امریکا ځدران د ترڅارنې لاندې په تور لسټ کې شامل کړی و او څه موده مخکې په شمالي وزیرستان باندې د امریکې د بې پایلټه الوتکو په حمله کې وژل شوی و.