زموږ د ګران هیواد د تباهۍ لامل، زما له انده د ډیرو لاملونو تر څنګ یو هم دمکتبي او د طالب ترمینځ درز یا نه همکاري ده. هر څومره چي دوی دواړه سره لیري کیږي، هم دومره زموږ ټولنه د ناخوالو او کړاوونو ښکار کیږي دا دواړه هغه ډلي دی، چې د ټولني د ټولو بربادیو د ورکولو کیلیاني ورسره سته.
کوم وخت چي به زموږ د پښتون میشتي سیمي زده کوونکي د زده کړي لپاره کابل ته ولاړل، ډیر ژر او ډیر زیات به د هغه ځای د موډرنیزم څخه متاثره سول. جامې به په دریشي، لنګۍ یا خولۍ به په لځ سر، سدرۍ به په کرتۍ( په دوبي کي) او د اوږې دسمال به په نیکټاي بدل سول.
په پوهنتونو کي خو اړتيا وي،اما خبره به دلته خرابه سوه چي کوم وخت به دوی بیرته کلو ته راستانه سول. د دغه رازفیشن کولو، اخلاق غورځېدلو او مذهب ته خاص اهمیت نه ورکولو سره سره به یې د ځان او د کلیوالو(په تېره ملا صاحب) ترمینځ د ډیر زیات توپیر احساس کاؤه. ملاصاحب چي به کله د دوی دا کړني لکه (د غیږي د روغبړ پرځای د یوه لاس روغبړکول، دجراثیمو څخه ځان ډېر ساتل، په کلي کي په لځ سر ګرځېدل، د لمانځه لپاره ماجت ته نه تلل، خپل ځان تر نورو پرمختللۍ او مهذبه ګڼل او یا هم د نړۍ د پرمختګ خبري’ لکه د انسان و سپوږمۍ ته ختل’کول او داسي نور…) کړني ولیدلې نو د نورو فتواؤ لګولو سره سره به یې و خلګو ته داهم ویل، چې د پلاني زوی ډیر خراب سوئ دی..
ملایان صاحبان هم ملامت نه وو. په ټول عمر کي له کلې دباندي نه وو وتلي د نړۍ د پرمختګ سره نه وو اشنا، او یا به هم هغه خبره وه، چی (نیم حکیم خطره جان، نیم ملا خطره ایمان) معنا د پوهي کچه کمه وه.
د تیر وخت څخه په تجربه نه اخستلو، او و یوه مفاهمت ته نه رسېدلو په وجه، اوس هم زموږ په ټولنه کی دغه شان درزونه سته چې زموږد راتلونکي لپاره د خطرې یو زنګ دی..
افغان اولس اوس تر ټولو شیانو ډېر و سولي او د یوه وبل سره سر خلاصولو ته زیاته اړتیا لري.مځکه مو د نورو د غوبل میدان ګرزېدلې ده. داسي ورځ به نه وي، چي مور مو بې زویه، خور مو بې وروره، زوی موبې پلاره، ښځه مو بې خاونده، نه کیږي.
نو په داسي حالاتو کي چي ټول له جنګو څخه تر پوزي راغلي،راځئ چي نور د خدای لپاره! تیر په هیر حساب کو! ویوه اړخ ته، د نووي پوهانو خاوندان باید، ټول عام وګړی خپل وروڼه وبولي. د هرچا څخه خپله مرسته ونه سپموي. د کرکی ریښې له بېخه وباسي او ملایان صاحبان خپل مذهبي مخکښان وګڼي.
وبل طرف ته: ملایان صاحبان باید خپله د امامت دنده په پوره رښتنولۍ سره وسرته ورسوي. دا نور خلګ هم د الله ج بندګان او د رسول الله ص امتیان وګڼي د خوب بړستن څیري او د نړۍ والو د چمو او فریبو څخه ځان باخبره کړي،په زړه کښي دهرچا لپاره مینه ولري،د یو هوسا، دیني او عصري علومو څخه ډک او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره، په ټینګه اراده او لوړ همت سره، پرځان شپه او ورځ یوه کړي.