نن غرمه مهال نږدې يوه بجه يوه ځانمرګي بريدګر د پکتيکا ولايت اورګون ولسوالۍ بازار ته نږدې د اشرخې په نوم سيمه کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله څلورو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، دا خبر لږ مخکي د پکتيکا ولايت مطبوعاتي دفتر خپور کړ.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي د ځان وژونکي بريدګر موخه د پکتيکا ولايت اورګون ولسوالۍ يو تن قومي مشر ګل ببری ځدران وو، چې بريدګر نوموړي د روغبړ پر مهال لومړی د تفنګچې په ډزو ټپي او وروسته يې په ځان پورې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله يې قومي مشر ګل ببری ځدران ووژل سو او درې تنه نور ولسي وګړي ټپيان شول.
د پکتياوالي محيب الله صميم پېښه غندلې ده او دا يې د طالبانو کار بللی دی ، نوموړی وايي قومي مشر ګل ببری ځدران دولتي وظيفه نلرله خو د ولس د پرمختګ په چارو کي له دولت سره همکار وو.
د يادوني وړ ده چي طالبانو تر اوسه پر دوی د دغي ادعا په اړه غبرګون نه دی ښوولئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه