کور / تازه خبرونه / زابل:دکلات ښار شاوخوا پنځه لويي دروازې جوړيږي

زابل:دکلات ښار شاوخوا پنځه لويي دروازې جوړيږي

د زابل ولایت دولتي چارواکی وايي چې دکلات ښار په شاوخوا کې به پنځه لويي دروازي جوړي کړي چې ورسره به ددې ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي.
د زابل ښاروال کریم الله حکیمي وايي چې دغه پنځه دروازې به د لسو میاشتو په موده کې د ښاروالۍ په لګښت جوړي شي او ورسره به لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
نوموړي وايي چې دا د دروازي د کلات ښار په څلورو خواو کې جوړیږي چې په جوړیدو به یې د کلات ښار ښکلا نوره هم زیاته شي.

د زابل والي محمداشرف ناصري وايي چې پردغه پروژه به څه باندي ۱۷ میلونه افغانۍ ولګول شي چې له دولتي بودیجي ورکول کیږي
ناصري زیاته کړه چې د دروازو پر شاوخوا به د زابل مشاهیرو عکسونه هم ولګول شي.

د دغو دروازو د جوړیدو له امله د کلات ښاریان هم خوښ بريښي او وايي چې ورسره به د ښار امنیت په اسانه ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې دا اتمه لویه پروژه ده چې د نوي ښاروال په مقرریدو سره په زابل کې عملي کیږي