د زابل دسرې میاشتي چارواکي په مرکز کلات کې پر ۹۰۰ بې وزلو کورنیو باندي دخوراکي اوغیرخوراکې توکودویشلوخبرورکوي، دوی وايي یاده مرسته دسعودي عربستان هیواد دخوا سوې ده، پرهمدې مهال ددې ولایت یوشمیر بې وزله کورنۍ دیادې مرستي څخه خوښ بریښي او ددولت څخه دلانورو مرستو غوښتونکي دي،.
دزابل دسرې میاشتي رېیس محمداجان غمخور رسنیو ته دخبروپرمهال وویل چي دسعودي عربستان هیواد دخوا ددې ولایت دنهه سوه بې وزلو کورنیو سره دخوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته سوې چي نن ددوی لخوا په مرکز کلات کې يې دویشلو لړۍ پیل سوه.
ښاغلی غمخور وايي په یاده مرسته کې بوره، چاي، غوړي ، لوبیا ، وریجې او کمبلې شاملې دي چي دبې وزلو کورنیو داړتیادپوره کولو بسنه کوي.
پرهمدې مهال یوشمیر کورنۍ چي مرستې ورته رسیدلې دي، خوښ بريښي او ددولت څخه غوښته کوي چي دمرستو دالړۍ جاري وساتي.
په زابل کې پر یوشمېر کورنیو باندي پداسي حال خوراکي او غیرخوراکي توکې ویشل کیږي چي تردې وړاندي دپيښو په وړاندي دمبارزې ریاست چارواکو هم دمرستې ویشلو خبرورکړی وو.