کور / تازه خبرونه / پاکستان له افغان حکومت سره د اړيکو ښه کېدا ژمنه وکړه

پاکستان له افغان حکومت سره د اړيکو ښه کېدا ژمنه وکړه

اسلام باد :دپژواک دخبر له مخې پاکستان له راتلونکي افغان ولسمشر سره په ګډه د کار کولو او دوه اړخيزو اړيکو د پراخولو ژمنه وکړه.دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر وياندې تسنيم اسلم، په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې کړې دي.هغې ويلي، پاکستان د يوه باثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان ليدل غواړي، چې دا د پاکستان په ګټه دى.نوموړې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د هرکلي ترڅنګ زياتوي، چې په افغانستان کې د ولسواکۍ غښتلې کول، د سيمې لپاره هم مهمه او اړينه مسئله ده.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، د افغانستان له راتلونکي ولسمشر به په ګډه کار کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو له زياتولو سربېره به د دوه اړخيزو اړيکو د لا غځولو هلې ځلې هم کوي.