اسلام اباد: دبي بې سي د خبرله مخې په قبایلي سیمې کې د پاکستاني طالبانو د دوو مهمو ډلو تر منځ شخړه پراخه شوې او دغه شخړه کرار کرار نورو سیمو ته هم په غځېدو ده.د پاکستان حکومتي او ځايي سرچینو تایید کړې، چې د تېرو دوو ورځو اوږدو کې د حکیم الله مسېد او ولي رحمان ډلو په ټانک او شوال سیمو کې د یوه بل پر مرکزونو بریدونه کړي دي.د سرچینو په وینا دغو بریدونو کې نژدې ۱۰ کسان وژل شوي، چې پکې درې ملکي کسان هم شامل دي.د دوی په وینا تېره ورځ پر یوه هوټل برید شوی، چې پکې مرګ ژوبله هم اوښتې.له دې مخکې هم دواړو ډلو شکوی او مکین سیمو کې پر یوه بل بریدونه کړي دي.قبایلی سیمو کې سرچینې وايي له دې مخکې دغه بریدونه تر جنوبي وزیرستان پورې محدود وو، خو اوس کرار کرار شاوخوا سیمو ته هم په پراخېدو دي.د حکومتي سرچینې وايي تر اوسه دغو نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي، خو ځايي سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر نژدې ۴۰ کسان ښيي. ځايي ژورنالیستان وايي، د حکیم الله مسېد ډلې مشرې شهریار مسېد او د ولي رحمان ډلې مشري خان سېد سجنا کوي.” حکومتي سرچینې وايي تر اوسه دغو نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي، خو ځايي سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر نژدې ۴۰ کسان ښيي.”د دوی په وینا د دواړ ډلو تر منځ د یوه بل په سیمو کې د لاسوهنې له کبله اختلافونه پخواني دي، خو وايي د ولي رحمان او حیکم الله مسېد په ژوند کې دغه اختلافونه دومره ژور نه وو.تېر کال د امریکايي ډرون بریدونو پایله کې د دغو دواړو طالب مشرانو له وژل کېدو وروسته دغه اختلافونه برالا شول. د ځینو سرچینو په وینا دواړو ډلو کراچۍ ښار کې هم د یوه بل پر استوګنځیو بریدونه کړی، چې پکې مرګ ژوبله هم اوښتې. پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.داسې رپوټونه هم خپار شوي، چې ګواکې د دواړو ډلو تر منځ د روغې جوړې لپاره حقاني ډلې او د طالبانو یو شمېر نورو ډلو هم هڅې پیل کړې، چې تر اوسه یې کومه پایله نه ده تر سترګو شوې.