کور / سياسي / د کریمیا ( قرم ) لنډ تاریخي انځور او زموږ د هیواد د واکمنو دریځ !!!

د کریمیا ( قرم ) لنډ تاریخي انځور او زموږ د هیواد د واکمنو دریځ !!!

کریمیا چې په عربي قاموس کې په (قرم) یادیږي له پیړیو را پدې خوا د لویو ځواکونو د پام وړ هیواد او سیمه ده ، د دې هیواد طبعي او جغرافیایی موقعیت ددې لامل دی چې هر ښکیلاک ګر ورته پیاز په بډه ووهي . ددې هیواد خلک د تاریخ په اوږدو کې څو ځله د فوځې او سیاسي توفانونو په ګردلو کې د استعماري ځواکونو د عسکرو تر غوبل لاندې په خپلو وینو کې لیت پیت شوي ، له خپلو مینو شړل شوي او په کورونو یې نورو ماڼۍ جوړې کړیدي .

داچې د تیرې ټولپوښتنې په نوم د روسي سره د یوځای کیدو موضوع څومره پرځای او د کریمیا د اصلي اوسیدونکو په ګټه ده ، او په هکله يې زموږ د هیواد دریځ تر کومه پر ځای دی ؟دا پوښتنې به د موضوع په لړ کې ځواب شي ،خو تر ټولو لومړی د کریمیا د ټاپو لنډ تاریخي پس منظر ته وروګورو :

په کریمیا او ورسره څیرمه سیمو کې د پیړیو را پدې خوا تاتاریان او ترکي توکمه قومونه اوسیدلي ، ددې قومونو له ډلې په ۷۴۰ هجري کال د تاتارانو د قوم یوه مشر (باطوخان ) چې ویل کیږي د چنګیزخان له ټبر څخه ؤ؛ د اسلام دین ومانه . ددې قبیلې د خلکو په لاس د نني اورال د سیند په دواړو غاړو او اورال د غره په لمنو کې میشته قومونو ترمنځ د اسلام دین خپور شو ، په نتیجه کې ددې سیمې په اړوندو سیمو د قبشاق (قازان ) لوی امارت جوړ چې پلازمینه یې د فولفا په سیمه کې د سراي ښار ؤ چې د اوسنۍ روسیی ډیرې سیمې ددې امارت تر واک لاندې وې ، او د دریو پیړیو لپاره د مسکو د ښار حاکم د قازان د واکمنو په خوښه ټاکل کیده ، چې تر (۹۱۸) هجری کال پورې به یې د قازان مسلمان واکمن ته جزیه ورکوله .

د قرم (کریمیا ) په ټاپو تر ۱۴۲۸ میلادي پورې حاجې خیرت اوکرای حکومت درلود چې د پولندیانو د لاسوهنې په نتیجه کې له یو لړ داخلي کشمکشونو وروسته داسیمه له (۱۵۲۱ م څخه تر ۱۵۵۵ م ) پورې د عثماني امپراتوري تر واک لاندې وه ، خو د کریمیا د واکمنو د داخلي کشمکشونو له امله د روس قیصر وتوانید چې دا پراخه سیمه د ترکانو له واکه بیله او تر خپل واک لاندې راولي ،نو هلته یې دری امارتونه د (استراخان ، قازان او کریمیا) په نوم جوړ کړل .

وروسته په (۱۶۷۸) میلادي کال لومړي پیتروس روسي ځواکونه کریمیا ته وردننه کړل ، او ددې سیمې په خلکو یې ناتار پیل کړ د قرم پلازمینه (بخشرای) یې اشغال او د هغه هیواد ټولو تاریخې او علمي اسنادو ته یې اور ورته کړ ،روسانو د خلکو د مقاومت په پایله کې د دې سیمې (۳۵۰) زره تاتار مسلمانان قتل عام او (۵۰۰) زره تنه یې په زور له سیمې تیشتې ته اړ کړل ، چې تر یو میلیون او شل زره زیات کسان ترکیی ته وتښتیدل . خو تر ټولو لویه عام وژنه په (۱۷۷۱) میلادي کې تر سره شوه . د قیصر روسي واکمنو دې حالت ته دوام ورکاوه او په ځای به يې روسي توکمه خلک د هستوګنې په موخه کریمیا ته راوستل .

کله چې کمونستې بلشویک روسانو د قیصر د را پرځولو په موخه په انقلاب لاس پورې کړ نو د سیمې مسلمانو خلکو ته ډاډ ورکړ چې که له دوی سره مرسته وکړي په بدل کې به یې د خپلواکي په ډالۍ ونازوي ، په همدې سره له بلشویک انقلاب وروسته د قرم ټاپو خلکو آزادي آعلان کړه ، ځینو هیوادونو په رسیمت هم وپیژانده ،خو کمونستانو له واک ته رسیدو وروسته یو ځل بیا په (1918 ،1919 او 1920م) کلونو کې په کریمیا خپل یرغلونه پیل کړل ، دوی ددې هیواد په ښکل کولو کې خپل نوم دتاریخ په تورو پاڼو کې ولیکه او هغه څه یې وکړل چې د یادولو ندي ،خو ددې سره سره یو ځل بیا د کریمیا مسلمانانو په (۱۹۲۰) میلادي کال د استقلال اعلان وکړ او “نعمان حيجي خان” یې د خپل هیواد مشر وټاکه ، خو روسانو دا استقلال د توپک په خوله در کړ ، جمهور ريس یې مړ او جسد یې په بحر کې وغورځاوه .

کریمیا د یهودانو د زړه آرمان

یهودانو له ستالین وغوښتل چې کریمیا ددوی په واک کې ورکړي ، او ستالین هم په (۱۹۲۸) کال د کریمیا د یهودي کولو پریکړه صادره کړه ، خو د هغه ټاپو محلي واکمنو د ستالین دا پریکړه رد او په مظاهرو يې پیل وکړ، ستالین هم په ځواب کې د محلي حکمت ټول غړی د ټاپو د جمهور رئیس ولي ابراهیم په ګډون د (۳۵۰۰) مسلمانانو سره یوځای په (۱۹۲۹) کال په شهادت ورسول او (۴۰) زره کسان یې په سایبیریا کې د دلوفسک سیمې ته وشړل ، چې په ځای یې په لکونو روسي توکمه خلک ځای په ځای کړل.

د مسلمانانو کمښت

د کریمیا مسلمانان چې په ۱۸۸۳ م کې(۹) میلیونه اعلان شوي ؤ تر (۱۹۴۱) میلادي پوري دا شمیره (۸۵۰) زرو تنو ته راټیټه شوه ، دا په داسې حال کې چې ستالین په دوهم نړیوال جنګ کې (۶۰) زره تاتاران په زور سره د هیتلر د مقابلي لپاره وګمارل او هیتلر بیا د کریمیا تر نیولو وروسته (۸۵) زره تنه برلین ته د شاقه کارونو د کولو په موخه انتقال کړل .

د ستالین دوهمه بلا

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ستالین د کریمیا پاته تاتاران د هیتلر سره په مرسته کولو تورن کړل ،نو یې په (۱۹۴۴) کال (۴۰۰) زره تاتاریان د حیوانانو د انتقال په ریل ګاډو کې د روسيی د لیري ختیځ سیمو ، سایبیریا ، او ازبکستان ته وشړل چې په زرګونو یې د لوږې او نورو ستونزو له امله په لارو او میشت غالو کې مړه شول او ددوی ټول اسلامي کتابونه او اثار ، مسجدونه او مدرسې یې په اور کې لاهو کړې . په بدل کې یې روسي وګړو ته کریمیا ته د اوسیدو بلنه ورکړه چې د تاتارانو تشه ډکه کړي .

د کریمیا د جمهوریت د الغاء حکم

په ( 1946م) کال د شوروي اتحاد د جمهوریتونو لوی مجلس د قرم ( کریمیا) خلک په ملي خیانت تورن کړل او ددې جمهوریت داخلی خپلواکې یې لغوه اعلان کړه او دا ټاپو یې په اوکراین پورې وتړله ،خو په ۱۹۶۷ کال بیا همدې مجلس د خیانت حکم باطل کړ ، خو تاتارانو ته یې د بیرته راګرځیدو اجازه ورنه کړه .

د تاتارانو بیرته راګرځیدل

په (۱۹۸۵) کال د شوروي اتحاد د کمزورتیا په مهال او د دې هیواد د پخواني جمهور ريس ګرباچوف د نرم سیاست له امله تاتاریانو ته بیا موقع پیدا شوه چې بیرته خپلو سیمو ته راوګرځې ، د موقع څخه په ګټه اخیستنه ددوی (۳۰۰) زره تنه بیرته خپلو سیمو ته رواګرځیدل خو پرته له ټولو حقوقو ، دوی په داسې حال کې خپل ټاټوبي ته راوګرځیدل چې د اوکراین هیواد دداسې قانون سره مخ شول چې ( کور هغه څوک جوړولای شي چې د اوکراین تابعیت ولري او تابعیت هغه چا ته ورکولای شي چې په اوکراین کې کور لري ) نو دوی نه کورونه لرل او نه تابعیت .

د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د تاتارانو مبارزه

کله چې اوکراین په ( ۱۹۹۱ ) کال له شوروي اتحاد څخه خپله خپلواکې اعلان کړه او کریمیا د اوکراین برخه جوړه شوه ،نو تاتارانو هم د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره په همدې کال د تاتارانو لویه شوری جوړه کړه چې مشري یې “مصطفى جميل” کوله

دوی د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په مخه په (۱۹۹۹) کال د اوکراین په پلازمینه (کیف) کې د(۲۰۰) زره کسانو په راټولو پراخه مظاهره وکړه او د خپلو حقونو د بیا اعادي غوښتنه یې وکړه چې له مظاهري وروسته د اوکراین جمهور رئیس ددوی مشرانو ته ددوی د حقونو په اعاده کولو وعده وکړه .

پاته د نه وي چې د کریمیا پخوانۍ پلازمینه (آق مسجد ) نومیده چې په تاتاري ژبه کې ( سپین مسجد ) ته وایی ، چې اوس یې روسانو دا نوم په ‘” سيمفروبل” اړولی ،او په کال (۱۹۴۴) کې هلته (۱۲۰۰) مسجدونه آباد ؤ چې اوس تري یواځې (۷) جوماتونه آباد دي .

د تاتارانو دوهم ناورین او د کریمیا دوهم اشغال

وروسته له لسګونو کلونو سرګردانۍ او بی وطنه کیدو د کریمیا مسلمانانو ته یو ځل بیا موقع ورغلې وه چې خپلو مینو ته راستانه شي او خپل هیواد بیا ومومي ، په دې برخه کې کیدای شي د اوکراین مشرانو هم وعدې ورسره کړې وي ،او روسان په دې پوه ؤ چې د کریمیا روسان چې اصلا ددې سیمې اوسیدونکي نه دي او اوس مهال د کریمیا ( ۵۵) په سلو کې وګړي جوړي ، یوه ورځ به د تاتاریانو له کورونو ایستل کیږي او روسيی ته به بیرته شړل کیږي ، نو له همدې امله د روسانو خفګان په ځای خبره وه ، او همدې تشویشونو روسان دې ته اړ کړل چې په هره بیه وي داسیمه د نظامي او اقتصادي ګټو تر څنګ د تل لپاره تر خپل واک لاندې راولي ،نو یې د ټولپوښتنې په ترسره کولو دا سیمه تر خپل دایمې واک لاندې راوسته چې نه یواځې ددوی فوځي او اقتصادي ګټې به خوندي وي ، ورسره به ددې سیمې را کډه شوي روسان هم ډاډمن او داسیمه به دتل لپاره یوه روسي میشت سیمه جوړه شي .

بل پلو ته کیدای شي په تاتارانو یو ځل بیا د ستالین دوران راشي ، څوک چې راغلي هغوی به دومره د روسانو له لوري په تنګ شي چې مجبور به شي یو ځل بیا دا سیه پریږدي ، او پاته به ېې د تل لپاره په کریمیا کې د روسانو د غلامۍ ورځې تیروي ، او هغه تاتاران چې د روسي له نورو سیمو کریمیا ته را روان ؤ هغوی به نور کریمیا ته نه را پریښودل کیږي چې ورسره به ددوی را ختلی ستوری بیا ولویږي .

موږ څه کټه وکړه ؟

پاس موضوع ته په کتنه زموږ د هیواد دریځ خو په ښکاره د کریمیا د مسلمانو تاتارانو د حقونو په خلاف د روسانو د ملاتړ ښکارندویی کوي او په دې برخه کې موږ نه یواځې د کریمیا د تاتارانو سره چې زموږ همفکره او همعقیده خلک دي ، او د هغوی مرسته او مدد زموږ دینې او وجداني مسؤلیت دی ، مرسته ونه کړه ، بلکه د روسانو اشغالګر سیاست مو لا هم تأیید او د یوه مظلوم ملت په ښکیل کولو کې مو له روسانو سره مرسته وکړه ، چې په دې سره د نه بښل کیدونکې ګناه مرتکب شوي یاستو .

بل پلو ته دا دریځ دا په ډاګه کوي چې زموږ د هیواد مشران او چارواکي څومره د نړۍ له پیښو سره نا آشنا او څومره احساساتي پریکړې کوي ، چې نه یواځې زموږ ملت ته یې هیڅ ګټه نه رسیږي بلکه د نوروحقوق راته چپه ښکاره شي . زه په تعجب سره ویلای شم چې څه ډول زموږ واکمن د کریمیا د خلکو برخلیک د پښتونستان د خلکو له برخلیک سره پرتله کوي او څه ډول په دې سیمه کې خپل لرلید توجه کوي .